د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

افغان حکومت به د ډیورنډ پر کرښه د بیارغونې کارونه زیات کړي


افغان حکومت، چې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د نویو پوځي تاسیساتو پر ضد یې خپل اعتراض کړی اوس یې پریکړه کړې، چې د دې کرښې سره نږدې خلکو ته د بیارغونې کارونه زیات کړي.

ځینې کتوونکي وايي، چې افغان حکومت په دې توګه غواړي د ډیورنډ پر کرښه پرتو خپلو سیمو کې چې د پاکستان تر ګواښ لاندې دي، خپل حاکمیت تثبیت کړي.

د افغانستان چارواکي وايي، چې د هېواد په ختیځ کې د ډیورڼد پر کرښه پرتو سیمو ته د بیارغونې د تازه کارونو د ترسره کېدو د پریکړې یو هدف د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې له پخوا هم په دغو سیمو کې د بیارغونې کارونه شوي دي:

(د افغانستان حکومت له څه مودې راهیسې هڅه کوي، چې په سرحدي سیمو کې خپل پراختیايي پروګرامونه پراخه کړي تر څو د بهرنۍ لاسوهنې او بیلابیلو نورو پروګرامونو په وړاندې ددې سیمو ظرفیت لوړ شي او موږ هیله من یو چې ددې پروګرامونو په تطبیق سره ددې ولایتونو امنیت ښه شي او د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي.)

د وزیرانو شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې پریکړه وکړه، چې د ګوشتې ولسوالۍ په شمول په سرحدي سیمو کې د بیارغونې کارونه زیات کړي.

په غونډه کې د مالیې، پوهنې او کلیو د پراختیا وزارتونو ته لارښوونه شوې چې په دغو سیمو کې ښوونځي، کلینکونه او سړکونه جوړ کړي.

د افغانستان حکومت وروسته له هغې دغه پریکړه کوي چې پاکستان د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر کرښه نوې دروازه کېښودله او په تیرو څو کلونو کې یې په دې کرښې خپل نوي تاسیسات جوړ کړي دي.

د چار یو شمیر کارپوهان هم وايي چې افغان حکومت په دې توګه غواړي، د ډیورڼد په کرښه پرتو سیمو کې چې د پاکستان تر ګواښ لاندې دي، خپل حاکمیت تثبیت کړي.
خو د سیاسي چارو کارپوه احمدسعیدي پر حکومت بې باوره دي، چې وبه کولای شي په دوامداره توګه په دې سیمو کې د بیارغونې کارونه وکړي.

تراوسه څرګنده نه ده چې ایا افغان حکومت به وکولای شي د ډیورڼد پر کرښه د پرتو سیمو خلکو ته د بیارغونې د کارونو د ترسره کېدو په اړه خپله ژمنه عملي کړي او که نه.

خو د راپورونو له مخې اوس د اکثرو دغو سیمو خلک چې افغان دولت ورته په تیرو کلونو کې لازمه پاملرنه نه کړې، په بیلابیلو برخو کې خپلې اړتیا له پاکستانه پوره کړي.

ځینې کتوونکي وايي ددغه حالت ددې سبب هم شوی دی، چې پاکستان د ځینو دغو سیمو سیمو پرخلکو خپل سیاسي او فرهنګي اثر وساتي.
XS
SM
MD
LG