د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

په چین کې د انلفونزا په ویروس د اخته کیدو ۱۱نوې پيښې ثبت شوي


چینايي چارواکي د دې هېواد مرکزي ولایت هنان ته د مرغانو د انلفونزا د ویروس H7N9 د خپریدو خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا په چین کې په دې ویروس د اخته کیدو یولس نوې پيښې ثبت شوې او دوه تنه نور هم په دې ویروس مړه شوي دي.

په چین کې د مرغانو د انفلونزا لومړۍ پيښه دوې اونۍ مخکې د دې هېواد په مرکزي ښار پيکنګ کې ثبت شوې وه او تر هغه وروسته د چين په نورو ښارونو لکه شانګهاي، ژیجیانګ، جیانګسو او انهوي کې هم تایید شوې.

چینايي چارواکو ویلي، چې له هغه راهیسې شپیته تنه د مرغانو د انفلونزا په H7N9 ویروس اخته شوي او دیارلس تنه مړه شوي دي.

پرون په پیکنګ کې یوه اوه کلنه ماشومه د مرغانو د انفلوونزا له امله مړه شوه.

د پیکنګ ښاروالۍ د روغتیا دفتر پرون وویل، چې د دې نجلۍ مور او پلار چرګان خرڅول او دې ماشومې H7N9 وایرس اخیستی وو، د دې دفتر مشر فانګ لایینګ پرون وویل:

(فکر کوم، چې موږ باید وارخطا نه شو ځکه د چین له ختیځ او پیکنګ څخه د دې ویروس د خپریدو په اړه زموږ څیړنو څرګنده کړې، چې له یوه انسانه بل ته د دې ویروس د سرایت علایم نه شته.)

کارپوهانو تر دې مخکې ویره څرګنده کړې وه، چې که چیرې د مرغانو د انفلونزا د ویروس دا ډول له یوه انسانه بل ته د خپریدو وړ وي نو وبا خپرولای شي.

په عین حال کې د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) تیره اونۍ وویل، چې تراوسه له انسان څخه انسان ته د H7N9 ویروس د انتقال امکان نه دی لیدل شوی.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا نن وویل، چې په ژینجیانګ کې څلور، په هنان کې دوه او په شانګهاي کې درې نوې پيښې ثبت شوې دي.

په یولسو تنو کې، چې د مرغانو د انفلونزا له امله مړه شوي دي ښځې او نارینه شامل دي او زیاتره یې د ډير عمر خلک وو.

په چین کې د روغتیا مامورین وايي، چې تر اوسه د دې ویروس د خپریدو په اړه دقیق معلومات نه شته خو داسې څرګندیږي، چې له مرغانو انسانانو ته خپریږي.

د ملګرو ملتونو د غذايي موادو او کرهنې اداره وايي، چې د مرغانو د انفلونزا دا ویروس (H7N9) د مرغانو په وجود کې ډیر څرګند علایم نه لري نو مخکې له مخکې پيژندل او له منځه وړل یې ګران کار دی.

چینايي چارواکي په ۲۰۰۸ کال کې تورن شول، چې د مرغانو د انفلونزا د خپریدو خبره یې پټه ساتلې وه، چې وروسته یې اته سوه تنه په ټوله نړۍ کې ووژل.

چین ویلي، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې به د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره واکسین جوړ کړي، خو امریکايي روغتیا پوهان وايي، چې دا کار ډير وخت غواړي.
XS
SM
MD
LG