دخوست قومي مشران وايي ،چې په راتلونکیو ټاکنو کې له ناامنیوڅخه دفساد او درغلیو ویره ډیره ده،دوی زیاتوي کچیرې افغان حکومت خلکو ته په رښتیني ډول دعادلانه او رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي نو دوی به دقومي لښکرو او اربکیو له لارې دراتلونکیو ټاکنو امنیت ټینګ کړي.
دخوست ولایت دبیلابیلو قومونو یو شمیر مشرانو دیوې ناستې له لارې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه ،چې دشفافو او عادلانه ټاکنو لپاره شرایط برابر کړي،دوی ویل کچیرې افغان حکومت په صادقانه ډول دراتلونکیو ټاکنو دشفافیت په اړه ولسونه قانع کړي نو دخپلو قومي جوړښتونو او دودیزو رواجونو له لارې به له حکومت سره دامنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي.
قومي مشرانو دځنو خلکو هغه اندیښتنې بې ځایه وبللې ،چې دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا له سیاسي او امنیتي بحران سره مخامخ شي. په یاده ناسته کې دافغانستان دقومونو پیوستون شورا رئیس غازي نواز تڼي وویل ،چې خلک دناامنیو او جګړو له تیرو ترخو تجربو په ډیر څه پوۍ شوي او دعدالت او شفافیت لپاره قربانیو ته تیارۍ لري،دده په وینا راتلونکېو ټولټاکنو کې دناامنیو په پرتله له فساد او درغلیو څخه ډیره ویره موجوده ده:
((په خپله خلک افغانستان جوړولای شي، له تیرو ترخو تجربو څخه په استفادې خلک په ډیر څه پوۍ شویدي ،دوطن دامنیت لپاره ،دعدالت لپاره او دشفافیت لپاره قومونه اماده دي او زموږ جلسې به جدا ،جدا دوام لري ،چې داسې پیاوړی افغانستان شموله یو قومي لښکر جوړ کړو ،چې دراتلونکې ۲۰۱۴ کال لپاره دافغانانو اندیښنې او تشویشونه ختم کړي ،افغانستان به انشاالله دنجات په طرف ځي ،دلته خو طبعي خبره ده ،چې امنیتي اندیښنې به موجودې وې او نیمګړتیاوې به موجودې وي ،خو ناامنۍ دومره تاثیر نه کوي لکه څومره ،چې فساد او درغلیو دانتخاباتو په بهیر تاثیر کړیدی.))
دحیدرخیلو قومي مشر حاجي غفور وویل ،چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې باید له لاسوهنې ډډه وشي ځکه داکار دخلکو او نظام پروړاندې ستونزې ایجادوي ،ده وویل خلک به خامخا ټاکنې کوي:
((موږ باید ډیر قوي عزم ولرو ترڅو په راتلونکو ټولټاکنو کې داسې مشران وټاکو ،چې هغه په اینده کې خلکو او ولسونو ته دخدمت مصدر وګرځي دا انتخابات باید په راتلونکې کې ډیر شفاف وي او ډیر صفا وي ،لاسوهنه پکې ونشي ،چې په راتلونکې کې دخلکو لپاره مشکل ایجاد کړي،موږ قومونه دا ډاډ ورکوو ،چې دسرونو په بیه يې دفاع وکړو او دا انتخابات به موږ کوو او لدې انتخاباتو به موږ دفاع کوو ،زموږ ځوانان او سپین ږیري ټول به دې بهیر ته دریږو.))
دخوست یو تن بل قومي مشر حاجي ناور خان دخلکو هغه اندیښنې بې ځایه وښودې ،چې دبهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته به نا امنۍ رامنځته شي ،دده په وینا پخوا بهرنیان نه وو ،خو دافغانستان خلکو له خپل هیواد څخه ساتنه کوله :
((له ۲۰۱۴ کال نه وروسته دپیښو په اړه دا کومې انګیزې ،چې اوس روانې دي دا ټول تش تبلیفات دي ،خوست ولایت او ټول افغانستان نوې مرحلې ته تیارۍ لري ،تر کومه چې زه مالومات لرم دا اندیښنې بې ځایه دي ،خارجیان پخوا هم نه وو موجود ،همدا افغانان وو چې لدې خاورې څخه يې دفاع کوله ،کله چې په ۲۰۱۴کال کې خارجیان له موږه ووځي موږ به لا غښتلي شو ،موږ به لا پیاوړي شو ځکه اوس یو څه شته ،چې دوی وايي موږ جهاد کوو ،کچیرې یووارې له موږه څخه دا خبرې ایسته شي ،زموږ قومونه راپورته کیږي او وايي ،چې موږه به په کلکه دفاع کوو ،ماشومان به مو راپورته شي او زنانه به مو لدې وطن څخه دفاع وکړي.))
دیادونې وړ ده دخوست یو شمیر قومي مشران داسې مهال دراتلونکیو ټاکنو دشفافیت په اړه خپلې اندیښنې په ډاګه کوي ،چې ولسمشر حامد کرزي دتیرې سه شنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره په تلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات ډیر مهم دي او نوموړي ټاکنې به په ازاده او شفافه توګه ترسره شي.
خبریال/نجیب الله الوخیل-خوست