د تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ستراتيژیک سند د رامنځ ته کیدو مساله مطرح شوې، خو د دواړو هېوادونو حکومتونو تر اوسه د دې سند په اړه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکړي.
د سیاسي چارو پوهان په تیرو درو لسیزو کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته په اشاره وايي، چې پاکستان به د ستراتیژیک تړون له لارې بیا هم خپل هدفونه تعقیب کړي او افغانستان به لا له ډیرو ستونزو سره مخ کړي.
د دغو افغان کارپوهانو له ډلې میاګل وثق ازادۍ راډیو ته وویل، که پاکستان په سټراتیژیک تړون کې پر مهمو مسایلو هوکړه وکړي، د تیر په څېر به یې بیا هم عملي نه کړي.
پروسږ کال افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه پاکستاني سیال اصف علي زرداري په نیویارک کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د 2013 کال ترپای پورې به د دواړو هېوادو ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي.
خو تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې تړون په اړه خبرو ته زمینه نه ده برابره شوې.
د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځني ګوندونه، که له پاکستان سره ښو اړیکو ته لېواله دي، خو وايي په پاکستان کې پوځي کړۍ کمزوری افغانستان غواړي.
د حق او عدالت ګوند مرستیال معین مرستیال ازادۍ راډیو ته وویل، که چېرې په دغه تړون کې د ډیورینډ کرښي موضوع مطرح کیږي، نو د دواړو هېوادونو حکومتونه په دې اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.
بل خوا افغان حکومت تر دې مخکې په وار وار پر پاکستان ږغ کړی، چې د سولې بهیر د بریا لپاره ورسره مرسته وکړي، خو وايي پاکستان تر اوسه ورسره همکاري نه ده کړې.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون اړیکې سره نژدې کړي، نو پاکستان به مجبور شي، چې د سولې په برخه کې هم همکاري وکړي.
ولسمشرحامد کرزي تر دې مخکې له پاکستان سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کېدو لپاره د ځینو شرایطو یادونه کړې وه.
د پاکستان له خاورې افغانستان ته د ترهګرو د را اوښتلو مخنیوی او د افغانستان د سولې له پروګرام سره همکاري له دغو شرايطو څخه ګڼل کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی هم وايي، که پاکستان د دواړو هېوادونو لومړیتوبونو او شرایطو ته پام ونه کړي، نو د ستراټیژیک تړون لاسلیکول هیڅ مانا نه لري.
په دې وروستیو کې د افغانستان د ارګ ماڼۍ چارواکو وویل، چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره د همکارۍ لپاره ځینې شرایط لري.
د دوی په وینا د پاکستان یو شرط دا دی، چې افغانستان دې له هند سره خپلې ټولې اړیکې پرېکړې او له پاکستان سره دې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.
که څه هم په وروستیو کې د بریتانیا په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو لپاره کوښښونه کیږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په جوړولو کې لازم پرمختګ نه دی شوی.
افغان دولت تل ادعا کړې، چې وسلوال مخالفین یې د پاکستان په خاوره کې مرکزونه لري او له پراخ ملاتړه برخمن دي خو پاکستانیو چارواکو دغه ادعاوې رد کړي.
معصوم میوند- کابل