د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د زابل دوه سوه پنځوس مېرمنې خياطانې شوې


د زابل د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې ښځو ته د حرفوي زده کړو د ورکولو په لړۍ کې د خياطۍ په برخه کې دوه سوه پنځوس تنې ښځې روزلې او فارغې کړې دي، دوی وايي، له دې سره به د ښځو اقتصادي ستونزې ختمې شي.

د زابل د ښځو چارو رياست وايي، په تېرو څو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې دوه سوه پنځوس تنو ښځو ته خياطي ور زده کړې او له دغه کورس څخه يې د فراغت سندونه هم ورکړي دي.

دوی وايي، د خياطي په کورس کې يې هغه مېرمنې شاملې کړې چې يا يې په جګړو او چاودنو کې خاوندان وژل شوي او يا د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه وي.

د زابل د ښځو چارو رئيسه صديقه جلالي وايي، دغه مېرمنې اوس کولای شي په يوازې سر پرته له دې چې چاته لاس ونيسي د جامو په جوړولو خپلې کورنۍ وساتي.

دا وايي، هڅه کوي، چې اړو ښځو ته نور کارونه هم ور زده کړي.

له کورس څخه فارغو شويو ښځو ته د فراغت سندونه، يو ماشين، اوتو او ګازو يوه ډبه هم ورکول شوي دي:

"موږ دوه سوه پنځوس خانمې فارغې کړې. له موږ سره د ښځو لپاره د درېيو پروژو همکاري والي صاحب کړې ده، دغه يو ماشين به ډېر قيمت ونه لري، خو دغو ښځو ته ډېر ارزښت لري، که دوی ښه زده کړه وکړي او کالي ګنډل زده کړي، د دوی په اقتصاد کې به ښه اغېزه کړي. ځکه که چېرې د دوی د ورځې يوه جوړه جامې هم جوړې کړای شي، جوړه په دوه سوه افغانۍ ده، شپږ زره افغانۍ د مياشتې کېږي".

په زابل کې د ښځو چارو د رياست په اساس دا مهال په دغه ولايت کې سلګونه داسې مېرمنې شته چې د اولادونو ساتنه او د کور چلول يوازې د دوی په غاړه دي.

د دغو ښځو زياته برخه هغه کونډې دي چې خاوندان يې په جګړو، چاودنو او د ناامنيو په نورو پېښو کې وژل شوي دي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG