د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ارګ: د ټاکنو د خپلواک کمیسون د مشر کاري موده مخ په ختمېدو ده


ارشیف
ارشیف
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د مشر کاري موده پای ته په رسیدو ده او پرځای به یې نوی رییس وټاکل شي.

د جمهوري ریاست چارواکي وایي، په همدې هدف د سه شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي له جهادي مشرانو، سیاسي ډلو او د مدني ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه وکړه.

د دې مشورتي غونډې پریکړه دا وه چې د ملي شورا له خوا د انتخاباتود خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو او دندو او د انتخاباتو د نویو قوانینو له تصویبیدو وروسته به د انتخاباتو کمیسیون ته نوی مشر له همدې قوانینو سره سم وټاکل شي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي؛ په غونډه کې د ملي شورا له دواړو جرګو وغوښتل شول چې؛ یاد قوانین ژر ترژره تصویب کړي.

ښاغلي واحدي د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون فضل احمد معنوي کاري موده مخ په خلاصیدو ده او ډیر ژر به یې د ځای ناستي د ټاکلو لپاره قانوني اقدام وکړي.

"په دې غونډه کې له هراړخیزه خبرو او بحثونو وروسته، پریکړه وشوه چې، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د راتلونکي مشر ټاکلو ته دې هم اقدامات وشي، البته د هغه قانون له تصویبیدو وروسته چې دا مهال په ملي شورا کې دی."

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې؛ د ارګ په یاده غونډه کې د جهادي مشرانو او مدني ټولنو له غړو سربیره، د حکومت د سیاسي اپوزیسیون مشرانو، لکه ډاکتر عبدالله عبدالله، محمد محقق، احمدضیا مسعود ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

خو د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ملي اتیلاف وايي چې؛ د دوی چارواکو په کې ګډون نه دی کړی.

د دې اتیلاف په ګډون د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا هم په کابل کې له دې غونډې سره خپل پریکون اعلان کړی.

دوی په خپلې اعلامیې کې ویلي چې، جمهور رییس کرزی غواړي په دې غونډه کې په خپله خوښه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لپاره نوی رییس وټاکي.

دوی ټینګار کړی چې، نوی رییس باید انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو او صلاحیتونو د نوي قانوني له مخې چې د ملي شورا له خوا به تصویب شي؛ وټاکل شي.

د دې شورا یوه غړي شاولي کریمزوی د خپلې اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"د ډیموکراسۍ د معیارونو خلاف د ولسمشر له لوري د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د انتصاب لپاره هرډول اقدام د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو تضمین نه شي کولای.

د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا د ارګ نننۍ ناسته چې په لړ کې یې غواړي د ټاکنو د مستقل کمیسیون رییس انتصاب کړي د قانون خلاف او د دیموکراسۍ د معیارونو خلاف بولي."


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو او صلاحیتونو قانون د امهال د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په یوه ګډ کمیسیون کې ترڅیړنې لاندې دی او ویل کیږي، د دغه کمیسیون له خوا یې هم کار نهایي شوی دی.


راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG