د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

"په ۲۰۱۴کال کې دې دممکنه وزګارتوب مخه ونیول شي"


د خوست ولایت د مدني ټولنې غړي، د ټولنیزو سازمانونو او شوراګانو استازي انديښنه لري، که چیرې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو تر وتلو او د مرستو له کمیدو دمخه یو شمیر اساسي اقتصادي او کرنیزې پروژې پلي نشي نو ممکن په راتلونکې کې افغانان دبیکارۍ او وزګارتوب له ستونزې سره مخامخ شي ،دوی وړاندیز کوي، چې نړیواله ټولنه باید خپل ماموریت په افغانستان کې په مسوولیت سره پای ته ورسوي او پرینږدي ،چې افغانان له یو بل بحران سره مخامخ شي.

د خوست ولایت دمدني ټولنې فعالان او د حکومتي ادارو مامورین وايي ،کچیرې نړیواله ټولنه او افغان حکومت تر ۲۰۱۴کاله پورې چې په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي یو شمیر بنسټیزې اقتصادي او کرنیزې پروژې پلي نه کړي ،نو د دې هېواد دخلکو او ځوانانو یوه ستره برخه به دبیکارۍ او وزګارتوب له ناخوالو سره مخامخ شي.

دوی زیاتوي ،چې پر نظام او پر یوبل باور او راتلونکیو ممکنه ناخوالو دمخنیوي لپاره متحدانه عمل کولای شي ،موږ په خپل راتلونکې باورمند کړي ،خو کچیرې پدې موده کې خلک دکار او دډوډۍ د پیدا کولو لپاره فرصتونه وبایلي نو دهرډول ستونزو او ناخوالو دپیښیدو احتمالات نشي رد کیدلای .

د مدني ټولنې فعال او ژورنالست قادرشاه وايي ،چې په ټولیز ډول دې نړیواله ټولنه دافغان ځوانانو دظرفیتونو د لوړولو او اوسنۍ حکومت دې دځوانو لپاره دکاري فرصتونو په برابرولو او حکومتي دندو کې دهغوی دجذب لپاره خپل امکانات په کار واچوي:

((نړیواله ټولنه او مرستندویه موسسې دې دافغان حکومت ظرفیتونه لوړ کړي ،دافغانستان دځوانانو لپاره دې دلیډرشیپ یا ادارې په برخه کې روزنه ورکړل شي ،هغو ځوانانو لپاره چې لوړې زده کړې لري باید دوی ته داشتغال او کار زمینې برابرې شي ،داچې هیواد مو کرنیز دی دزراعت سکټور ته پکې زیاته توجه ځانګړی اهمیت لري او کچیرې ځوانانو ته دکار او حرفې زمینه برابریږي ،نو دا کار دځوانو پرځان بسیاتوب سره مرسته کوي.))

داقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی وړاندیز کوي ،چې نړیواله ټولنه دې دجاپان په اقتصادي کنفرانس کې خپلې کړې ژمنې پلي کړي او خپل پوځي شتون باید په مسوولیت سره پای ورسوي،نه داچې افغانستان له یو بل داسې سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ شي ،چې بیه يې بیاهم دافغانانو دوینو په قیمت وي :

((هغه کمکونه ،چې نړیوالې ټولنې په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې له مدني ټولنې او ټولنیزو بنسټونو سره ترسره کړي هغه دې له سره پیل کړي ،دجاپان داقتصادي کنفرانس دپریکړو له مخې دې پدې هیواد کې خپل دمرستې بکسونه نه تړي او په مسوولیت سره دې له افغانستانه ووځي ،دوی باید افغانستان یو بل سیاسي او اقتصادي بحران ته داخل نکړي ،چې قیمت به یې بیا هم دافغانانو دوینې تویدنې په بیه تمامیږي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي،چې د ۲۰۱۴کال وروسته دبیکارۍ دموضوع په اړه دمدني ټولنې او حکومتي ادارو په ګډ ورکشاپ کې خبرې کولې وویل،چې موږ باید دځان بسیاتوب لپاره د یو شمیر بنسټیزو اقتصادي او کرنیزو پروژو دپلي کیدا په خاطر لاسونه یو کړو او په خپلو کې پر یوبل باور او اعتماد وکړو له هغې پرته به په تشه خوله تیارۍ ګټور نه وي :

((موږ باید پدې ډیر ډاډمن نه وو ،چې موږ ۲۰۱۴کال ته پوره تیارۍ لرو ،په هیڅ ډول تیار نه یو ،کچیرې موږ په مسوولیت سره په خپله اداره اعتماد ولرو، نو مانا دا چې موږ تیارۍ نیولی ،کچیرې په خپلو مشرانو مو باور پیدا کړ،دا به پدې مانا وي ،چې موږ اتیاوو راتلونکیو کلونو ته هم تیارۍ لرو ،کچیرې پدې موده کې بیکاري زیاته شوه نو په کورونو کې به په مشکله ډوډۍ ولرو ،بیکاري مرض دی ،هر ډول چې کیږي باید یو شمیر بنسټیزو اقتصادي پروژو دعملي کیدنې لپاره په خپلو کې سره یو لاس شو او خپل تلاشونه پراخ کړو ،کچیرې اوبه مو مهار نکړې نو په کرنه کې پاتې راځو د ډوډۍ لپاره خلک هرکار کوي ،ځکه موږ به د ډوډۍ لپاره شرایط نه وي برابر کړي ،دې لپاره باید دهیڅ مثبت پرمختګ مخه ونه نیول شي .))

دکتونکو له انده کچیرې نړیواله ټولنه د اوږده مهال لپاره په ځانګړي ډول په پرمختیايي او اقتصادي برخو کې خپلې مرستې او همکارۍ روانې ونه ساتي ،نو دافغانستان ددولت اقتصادي ځان بسیاینه اوسیاسي ټیکاو به له ګواښ سره مخامخ شي.

نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG