د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

"د افغانستان ډېری دیني عالمان په سیاسي ډلو پورې تړلي"


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، افغاني علماوو تر اوسه د سولې د ټینګښت او د جنګ جګړو په پای ته رسیدو کې خپل لازم مسولیت نه دی ادا کړی.

د دې شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي وایی، ځینې افغاني علما په سیاسي ډلو پورې تړلي او ځينې نور یې د خوندي فضا د نه موجودیت له امله چوپه خوله پاته دي.

ښاغلي ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د اسلامي همکاریو د دریم نړیوال کانفرانس په دویمه غونډه کې وویل، علما کولای شي د سولې په ټینګښت کې ترهرچا ډیر مهم رول ولوبوي.

نوموړي د علماوو د چوپتیا عوامل داسې په ګوته کړل:

"ولې دغه چوپتیا منځ ته راغلې، ولې په ځینو عمده موضوعاتو کې حقایق نه شو ویلی، دوه اساسي ستونزې موجودې دي.

اول آیا زمونږ علما دا خوندیتوب لري چې حقایق ووایي او څوک ورته څه ونه وایي؟

دویمه دا چې ، ایا مونږ دا جرت لرو چې له سیاسي تمایلاتو څخه تیر شو، او هغسې حقایق ووایو لکه څنګه چې باید وویل شي؟"


که څه هم دغې غونډې ته د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د اسلامي همکاریو د دریم نړیوال کانفرانس د دویمې برخې نوم ورکړل شوی وو، خو بهرنیو علماوو په کې ګډون نه درلود.

د غونډې اصلي هدف په استانبول کې د جوړې شوې دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې په پریکړه لیک او د عملي کیدو په لارو چارو یې خبرې کول وو.

دغه پریکړه لیک چې په استانبول کې د اسلامي همکاریو ددریم نړیوال کانفرانس په ترڅ کې د تیرې کب میاشتې په پنځلسمه نیته تصویب شو یوولس مادې لري.

په پریکړه لیک کې ویل شوي، د افغانستان وګړي مباح الدم نه دي او د دوی دوژلو لپاره باید له اسلامي نسوسو څخه ناوړه ګټه وانه خیستل شي.

د پریکړه لیک په وروستۍ ماده کې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو د سازمان له مشرانو څخه غوښتل شوي چې یوه ګډه ډله رامنځ ته کړي او د سولې او پخلاینې له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

ځینو د یني علماوو له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې ددې پریکړه لیک په اړه خپل نظر څرګند کړي او د پردو له شاوو دې راووځي.

مولوي فقیر محمد خنجري او د یني عالم نعمت الله نجومي وویل چې د افغانستان او پاکستان علما باید د روانو ستونزو په اړه خپله چوپتیا پای ته ورسوي:

"۱ علما هرچیرې چې وي همدا علما دي، دوی که په افغانستان کې وي یا پاکستان کې باید سوله وغواړي، دا موضوع د پاکستان علماو ته ترټولو زیاته مهمه ده، خو په تاسف سره چې هغوی د ځینو کسانو تراغیز لاندې دي.

۲ هغه فصل اوس تړل شوی چې علما ووایي، دا کارونه جواز لري که نه.

اوسنی فصل چې نن پيل شو دادی چې مدني ټولنې او دولت څنګه کولای شي د استانبول پریکړه لیک عملي کړي، وسله وال مخالفین هم باید خپل دریځ څرګند کړي او ووایي چې هغوی څه کولای شي."


د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر وویل، که چیرې د یني علما خپل مسولیت ادا او په روانه ناامنۍ کې ملامت او سلامت معلوم کړي، نو کیدای شی د جنګ جګړو لمنه ټوله شي.

معصوم ستانکزي وویل، اوس هم ځینې کړۍ په افغانستان کې د سولې مخالف دي نه غواړي چې ددې هیواد په وګړي په ارامۍ کې ژوند وکړي.

اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG