د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۴۲

خبرونه

کيري: ترکيه د منځني ختيځ په سوله کې مهم رول لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ وویل چې ترکیه د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي .

په استانبول کې د خبرو پر مهال جان کیري ترکیه هڅانده او له انرژۍ ډکه وبلله او ویې ویل د رقیبو فلسطینې ډلو حماس او فتح ترمنځ د پخلاینې د بهیر په هڅولو ترکیه په منځني ختیځ د سولې د پرمختګ لپاره اساسي رول ترسره کولی شي .

جان کیري د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر احمد داود اوغلو سره وکتل او پر ترکي چارواکو یې ټینګار وکړ چې له اسرایلو سره دې اړیکې ورغوي .

د اسرایلو او ترکیې ترمنځ اړیکې درې کله مخکې وروسته له هغې پرې شوې چې اسرایلي ځواکونو غزې ته په روانه د ترکیې د مرستو پر یوې بیړۍ برید وکړ .

منځني ختیځ ، اروپا او اسیا ته د لس ورځني سفر په ترڅ کې ترکیه د جان کیري لومړنی پړاو .

ټاکل شوې ده چې نن ناوخته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رام اله ته د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د لیدنې لپاره ولاړ شي .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ

افغان کرېکټ ملي لوبډله

دغه تمرینونه چې په ابوظبي کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکۍ اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره شل اوره لوبو ته تیاری نیول دي.

په پام کې ده چې، د دواړو لوبډلو ترمنځ درې لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۱۶،۱۸ او ۱۹مه ترسره شي.

د افغانستان او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو دغه لړۍ وروسته له هغې تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنيو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه.

اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پرحقونو د تیري په غبرګون کې کړی دی.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې یو پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ چې د حیرتان- مزارشریف پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقال ستونزه هواره کړي.

باختر اژانس چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا، د تدارکاتو د ملي ادارې او د مالیې وزارت استازي شامل دي.

د اوسپنې پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني د تېرې یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تمه ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ترتیب شوي اکشن پلان مطابق یوه موافقه نهایي شي او د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي.

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د افغانستان دننه د دغې ۷۵ کیلومتره اوږدې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې دا هېواد نه‌‌دی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.

جو بايډن: له ننګونو سره امريکا کې ډيموکراسي پياوړې شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالات په نړۍ کې له ډېرو جدي چلنجونو سره مخ دی خو په تېرو دوو کلونو کې ډیموکراسي پیاوړې شوې او دیکتاتوري ډېره کمزورې شوې ده.

بایډن دغه څرګندونې تېره شپه د کانګرس له لارې ملت ته په وینا کې وکړې.

هغه په دې وینا کې د بهرني سیاست په برخه کې د ستونزو او بریاو یادونه وکړه او ډېر تمرکز یې د چین پر کمونیست ګوند او د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتن و، چې لحن یې هم خوشبینانه او هم مخالفتي بڼه درلوده.

بایډن ملت ته پخوانۍ وینا ته په اشاره چې د تېرې فبرورۍ میاشتي په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل څو ورځې وروسته یې کړې وه، د پوتین یرغل یې د امریکا لپاره یو ازمون بللی و چې د ده په خبره ویې ښوده دا هېواد به له ډیموکراسۍ څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، دا ډول دفاع زموږ لپاره مهمه ځکه ده چې، هغه سوله ډاډمنوي او نه پرېږدي چې احتمالي یرغلګر په خلاص لاس زموږ امنیت او سوکالي وګواښي.

یو شمېر جمهوریپال اوکراین ته د پوځي مرستو په اړه یو څه بدبین و خو هغه تود ملاتړ ته په پام چې په تالار کې د استازیو جرګې د مشر کیوین مککارټي په ګډون جمهوري غوښتونکو د بایډن له څرګندونو وکړ، وضعیت داسې نه و.

جوبایډن په دې وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه چې جمهوري غوښتونکو یې د افغانستان په اړه د ادارې پر پالیسۍ انتقاد کړی او له دې هېواده وتل یې ناسم بللي دي.

ولسمشر بایډن د پخواني جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې موافقې له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په دوحه کې له طالبانو سره لاسلیک کړې وه، له افغانستانه ټول ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې تر پایه وایستل او پر دې هېواد طالبان بېرته واکمن شول.

د کډوالو عالي کمېشنري: تېر کال مو ۸سوه زره افغانانو ته مرستې رسولي

يو شمېر مېرمنې مرستو اخيستلو ته د انتظار په حال کې، ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په افغانستان کې یې د تېر کال تر وروستیو پورې نژدې اته سوه زره کسانو ته موسمي مرستې رسولي او دا اداره به له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سخت ژمی چمتووالي ته اړتیا لري او د ازبکستان په همکارۍ په ترمز کې د دې ادارې لوژیستیکي مرکز د بېړنیو مرستو رسولو مسله ډاډمنوي.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې بې‌وزلي زیاته شوې او د دې هېواد د څلوېښت ملیون وګړو له نیمایي زیات یې کافي خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې همدارنګه ویلي، په اوس وخت کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي، درې ملیون تنو ته رسیږي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی

يوه ښځينه روغتيايي کارکوونکې، ارشيف

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونه‌شي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي.

ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي.

دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی.

تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوس‌مهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.

په زلزله‌ځپلیو سیمو کې د سوریې د کډوالو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي

سوريه کې د زلزلې يو انځور

د سوریې د شمال لوېدیځو سیمو یوه برخه، چې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې ځپلې ده، د دغه هېواد د حکومت د مخالفانو په لاس کې ده او هلته ملیونونه سوري کډوال دېره دي چې د سوریې له نورو سیمو ورغلي دي.

ملګروملتو پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې دغو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره یې هڅې زیاتې کړي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د بودجې د کموالي له کبله له زلزله‌ځپلیو کډوالو سره اوسنۍ بشري مرستې کافي نه‌دي.

پر دې سربېره څه باندې درې نیم میلیونه سوري کډوال په ترکیه کې اوسي چې د هغو نیمايي د ترکیې د جنوب په زلزله ځپلیو سیمو کې مېشت دي.

جرمني اوکراين ته د ۱۸۷ ليوپارډ ټانکونو د ورکولو موافقه تصويب کړې

د جرمني د اقتصاد او دفاع وزارتونو پرون (سې شنبې) په یوه ګډ بیان کې وویل، چې اوکراین ته یې د ۱۷۸ لیوپارډ ۱ ټانکونو ورکړه تصویب کړه.

د جرمني حکومت تېره اوونۍ اوکراین ته د ترمیم او نویو شویو ټانکونو له صادرولو سره موافقه کړې وه.

لیوپارد ۱ د جګړې د میدان لومړنی اصلي ټانک دی چې، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د پوځ لپاره جوړ شوی و.

کتونکي اټکل کوي چې، له ۱۹۶۵ څخه د نولس سوه اتیایمې لسیزې تر منځو پورې دا ډول کابو ۴ زره ۷۰۰ ټانکونه جوړ شوي دي.

اوکراين کې تر زرو د ډېرو روسي سرتېرو د وژنې ادعا شوې

اوکراین پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې تېر ۲۴ ساعتونه د روسي ځواکونو لپاره د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو خونړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه زره تازه دمه ځواکونه یې د جګړې جبهې ته لېږلي دي.

خو د رویټرز خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، اوکراین ادعا کوي چې په وروستۍ یوه ورځ کې یې د روسیې تر زرو ډېر سرتېري وژلي دي.

اژانس وايي چې، دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا ردولی نه‌شي.

د جګړې له پیله تر اوسه پورې د روسیې ټولټال ۱۲۳ زره ۱۹۰ پوځیان وژل شوي دي.

روسیه بیا وايي چې، یوازې یې د جنورۍ په میاشت کې نژدې شپږنیم زره اوکرایني پوځیان وژلي دي.

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو شمېر تر ۸زره واوښت

ترکيه کې د زلزلې له امله د نړېدلو ودانيو انځور چې له ډرون اخيستل شوی دی.

په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸زره او سل تنو واوښت.

د (ډي پي اې) خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اونکې نن (چهارشنبه) وویل چې، په دغه هېواد کې ۵ زره ۸۹۴ تنه مړه شوي دي.

د ده په وینا په ترکیه کې ۳۴ زره تنه نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره ۵ زره ۷۷۵ ودانۍ نړېدلي دي.

د ترکیې په ګاونډي هېواد سوریې کې بیا ۲ زره ۲۷۰ تنه مړه شوي دي.

په همدې منځ کې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې ممکن د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې د مړینو شمېر تر ۲۰ زرو ورسیږي.

د پاريس ښارواله: هيله ده د المپيک لوبو کې روسي هيئت ګډون ونه‌کړي

ارشيف

د پاریس ښارواله وايي، دوی نه‌غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د دوبي په المپیک لوبو کې د روسي هیئت د ګډون شاهدان وي.

ان هیدالګو پرون د المپیک نړیوالې کمېټې وروستۍ اعلامیې ته په عکس العمل کې ویلي: "البته هیله مې دا ده چې روسي هیئت حضور ونه‌لري. تاسې ښه پوهېږئ، تر هغو چې په اوکراین کې د روسیې جګړه او یرغل روان وي، تصور نه‌شو کولی چې روسي ورزشکاران دې په پرېډ کې برخه واخلي، چې ګواکې هېڅ نه دي پېښ شوي، له یوې خوا دې پر اوکراین بمونه اوري او روسي هیئت دې په پاریس کې پرېډ کې برخه واخلي."

د المپیک نړیوالې کمېټې په وروستیو کې اعلان کړی، چې روسي او بېلاروسي ورزشکاران د بې‌طرفۍ په ساتلو سره کولی شي د ۲۰۲۴م کال د دوبي د المپیک سیالیو کې چې په پاریس کې کېږي، برخه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG