د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

"یوشمېر وکیلانو د وزیرانو د استیضاح په مساله کې پیسې اخیستې"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼود ولسي جرګې د وروستۍ پریکړې په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

سرنوشت:

شرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو د ځینو وکیلانو خبرې راخیستې؛ چې ویلي یې دي، یوشمېر وکیلانو د وزیرانو د استیضاح په مساله کې پیسې اخیستې.

ورځپاڼه لیکي، ولسي جرګه اوس یو سوداګریز مرکز ګرځېدلی او د یوه پوځي کنډک په شان پرېکړې کوي او وکیلان له ولس نه د دفاع پرځای د خپلوشخصي ګټو لپاره ځانونه وشرمول.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي ولسي جرګې اوږده موده وخت ضایع کړ؛ هم یې په خپلو کارونو کې ستونزې پیداکړې او هم یې د حکومت وخت ضایعه کړ.

د سرمقالې د لیکوال په اند، د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه له معاملې، فساد او د افغانستان له خلکو سره له خیانت پرته بله هیڅ معنی نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي، داسې ښکاري چې، په افغانستان کې دارزښتونو معیارونه ختمېدونکي دي.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي؛ له اوسني افغان دولت نه زیاته نهیلي به راتلونکي دولتونو په اړه هم دخلکو باور له منځه یوسي.

د لیکوال په اند کله چې دولت د فساد تل ته رسوب کوي او د درې ګونو قواوو ترمنځ د تفکیک پولې رڼګیږي، نو بیا خلک نه شي کولای چې، باور وکړي، بالاخره یوه معجزه به وشي او اصلاحات به راشي.

د خدمتګارپه باور که چېرې نړیواله ټولنه سرله اوسه مداخله ونه کړي او د فساد تل ته د افغان دولت د رسوب او د انحصار ګرو کړیو د جلوس مخه ونه نیسي؛ نو په ۲۰۱۴ کال کې به د دوی پاتې محدود ځواکونه ونه کړای شي؛ نظام له حتمي سقوط څخه راوګړځوي.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ په ولسي جرګه کې د پراخ فساد له امله درې ورځې وړاندې عدم قناعت خو نن ورځ قناعت.

ورځپاڼې د احمد سعدي له خولې لیکلي چې؛ دغه قناعت دوی ته د پردې تر شاه معاملې ورکړی دی.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې ګڼه له نیمايي څخه زیاته د ولسي جرګې وروستۍ پریکړې ته ځانګړې کړې.

یادې ورځپاڼې لیکلي، له ګڼو اعتراضونو وروسته د کانونو د وزیر د برخلیک په اړه د ولسي جرګې پرونۍ ناسمې پریکړې خلک سخت قهرولي دي.

یادې ورځپاڼې د ځوانانو اومدني بنسټونو له خولې لیکلي؛ له وکیلانو پوره نشوه، ولسمشر دې د کانونو ناوړه وضعیت وژغوري.

محور په یو جلا مطلب کې لیکي، د پارلمان او دوزخ شریکه پوله.

په مطلب کې راغلي د افغانستان په ولسي جرګه کې مهم موضوعات هغه دي، چې ترشایې د شوړې شونتیاوې، کڅوړې زیږولې شي.

ویسا:

په پای کې ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د وکیلانو وروستۍ پریکړې د ولسي جرګې اعتبار ته سخت زیان اړولی.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په جرګه کې واقعاً وطندوست او خدمتګار وکیلان شته، داسې کسان شته چې پردغسې معاملو لعنت وايي.
چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG