د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

اسد: د سوريې د حکومت ړنګېدل د منځني ختيځ پر بې ثباتۍ اغېز کوي


بشار اسد
بشار اسد
د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد وایي، د ده د حکومت ماتېدل او یا د سوریې تجزیه کیدل به کلونه کلونه د منځني ختیځ پر بې ثباتۍ ستر اغېز وکړي.

بشار الاسد د جمعې په ورځ د ترکیې له یوه تلویزیون سره په خبرو کې د سوریې ګاونډي هیوادونه یاغیانو ته په وسلو ورکولو ملامت کړل. ده زیاته کړه چې دا هیوادونه به هم د دې کار تاوان ورکړي.

بشار الاسد دغه راز د ترکیې پر صدراعظم رجب طیب اردوغان تور ولګاوه چې له اسرائیل سره اړیکي ښه کوي او له تل ابیب سره کار کوي چې پر سوریې حمله وکړي.

په عین حال کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې هیواد څلور تنه ژورنالیستان د سوریې په شمال کې تښتول شوي دي.
XS
SM
MD
LG