د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د اوبو بندونو ته ګواښونه زیات شوي


د اوبو او انرژۍ وزارت د هلمند د کجکي د اوبو بند پر وړاندې د موجودو امنیتي ګواښونو له امله سخته اندیښنه لري.

د دې وزارت چارواکو د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ پر کجکې بند د برېښنا د تولید د توربینونو د نصبولو لپاره باید جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.

په دې وروستیو کې د اوبو د بندونو په څیر په افغانستان کې د زیربنایي پروژو پر وړاندې د ګواښونو له امله اندیښنې زیاتې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي هم له دې امله سخت اندیښمن دي او وایي، که چیرې دې ستونزې ته جدي رسیدګي ونشي؛ نو ښایي چې د دوی کارونه له خنډ سره مخامخ شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال شجاع الدین ضیایي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ دوی په پام کې لري چې، ډېر ژر په کجکي کې د اوبو پر بند د برېښنا د تولید نوی ټوربین نصب کړي؛ خو وایي چې، په دې برخه کې نا امنۍ د دوی پر وړاندې ستر خنډ دی:

"لومړنی شرط امنیت دی،باید په دې سیمه کې امنیت ټینګ شي ځکه چې باید بهرنۍ او متخصصې کمپنۍ د کجکي پربند نوی ټوربین نصب کړي.

هغه بهرنۍ کمپنۍ چې غواړي، دا ټوربین نصب کړي، که د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه نه کړي، چمتو نه دي چې، سیمې ته ورشي.

موږ هیله لرو چې، ډېر ژر د نوموړې سیمې امنیت ټینګ شي."


په هلمند کې د کجکي د اوبو بند په افغانستان کې له لویو او مهمو بندونو څخه شمېرل کیږي چې؛ کابو شپیته کاله مخکې د امریکا له خوا جوړ شوی.

په دې بند کې دوه ټوربینونه له مخکې نه فعالیت لري او یو بل ټوربین هم څلور کاله مخکې د متحده ایالاتو له خوا په شدیدو امنیتي تدابیرو کې هلته انتقال شو؛ خو لا تراوسه هم نصب شوی نه دی.

د هلمند د کجکې ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې؛ کابو درې سوه وسله وال مخالفان چې بهرني طالبان هم په کې شامل دي نوموړې ولسوالۍ ته د تخریبي فعالیتونو لپاره ورغلي دي.

دوی څرګنده کړې چې، دا وسله وال طالبان په ایران کې روزل شوي او وسلې هم د نوموړي هیواد له خوا ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د هلمند د امنیې قومندان عبدالنبي الهام آزادي راډیو ته وویل؛ چې په کجکې ولسوالۍ د پام وړ امنیتي ځواکونه موجود دي:

"موږ په کجکې ولسوالۍ کې په بشپړ ډول امنیت نیولی دی؛ که بهرني دښمنان راغلي وي او که نه موږ پوره امنیت نیولی دی.

موږ تیار یو، چې د کجکې ولسوالۍ له هرې برخې دفاع وکړو؛ هلته موږ سیمه ییز پولیس هم لرو چې، خلکو په خپله خوښه خپل خلک ګمارلي او هیڅ اندیښنه او ډار نه لرو."


د کجکې د برېښنا د تولید او د اوبو د زیرمې مهم بند ته د امنیتي ګواښونو خبره وروسته له هغې کیږي چې؛ تیره اونۍ د ملي امنیت چارواکو وویل چې؛ په هرات کې د سلما د اوبو بند د الوزولو لپاره دیارلس سوه کیلوګرامه ترکیبي چاودیدونکي مواد له پاکستان څخه لیږدول شوي وو.

د افغانستان اوبو ترډیره ګاونډيو هیواودونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان ته بهیږي او داسې باور موجود دی چې دا هیوادونه ډیره هڅه کوي چې؛ افغانستان دې هېوادونو ته د بهیدونکو سندونو پر سر بندونه جوړ نه کړي.

خو افغان حکومتي چارواکي وایي چې؛ له موجودو ګواښونو او ستونزو سره سره دا مهال د کمال خان، پاشدان، شاه عروس او د مچلغو د اوبو پر بندونو له دولتي بودجې څخه او په هرات کې د سلما پر بند د هند په مالي مرسته کار روان دی.
XS
SM
MD
LG