د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

3D چاپ، نړيوال اقتصاد ته نوى رنګ ورکوي


تري ډي چاپ چې په وروستیو څو کلونو کې یې ناڅاپي وده وکړه، ښايي نړیوال اقتصاد ته یو نوی مفهوم ورکړي.

د تري ډي چاپ په اړه په تېره فبروري میاشت کې ولسمشر اوباما یوازې یوه جمله وویله خو اټکل کېږي چې د شیانو د تولید دا نوې بڼه ښايي په نړۍ کې د صنعت اساس او بنسټ بدل کړي او د نړۍ د تجارت په انډول کې ستر بدلون راولي او دا وړتیا لري چې بالاخره یوه نوي صنعتي انقلاب ته لاره اواره کړي.

هغه څه چې ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د هغه یادونه وکړه د تري ډي چاپ په نوم یادېږي:

”یو تړل شوی ګدام اوس په داسې یوه لابراتوار بدل شوی چې نوي کارګران پکې د تري ډي چاپ تجربې کوي. دا تجربې دا وړتیا لري چې تقریبا د ټولو شیانو د جوړولو لپاره زموږ په اوسنۍ طریقه کې یو انقلاب راولي“

تري ډي چاپ څه شی دی؟ تري ډي 3D په ډیجیټل ټکنالوژۍ کې درې اړخیز یا د دریو بعدونو لرونکي تصویر ته وايي او تري ډي چاپ 3D Prining په یوه ماشین کې د ډیجیټل فایلونو د استولو په وسیله د شیانو د تولید بهیر ته ویل کېږي. په دې ماشین کې چې د یوه پرنټر بڼه لري د پلاستیک، سرامیک یا پخې خټې، کنډ، اوسپنې او د اړتیا وړ نورو موادو پوړۍ سر په سر پرتې دي.

له تري ډي پرنټنګ څخه د موټرو د جوړولو او فضا په صنعت کې د ځانګړو نمونو جوړول له څو لسیزو را په دې خوا دود دي او په دې وسیله جوړې شوې پرزې په مسافر وړونکو الوتکو، بې پیلوټه فضايي سفینو او فضايي سټلایټونو کې اوس هم کارول کېږي.

له دې ټکنالوژۍ څخه په طبابت کې، لکه له تیتانیم فلز څخه د وجود د مصنوعي غړو او د مصنوعي سرامیکي غاښونو په جوړولو کې هم کار اخیستل کېږي خو دا صنعت هم د کمپیوټر د صنعت په څېر چټکه وده کوي او په مصرف کې یې د پام وړ کموالی راځي او دا ښيي چې په یوه خاصه کړۍ کې دا محدود صنعت ډېرژر پراخېږي او کارول یې د ټولو لپاره ممکنېږي. د مثال په ډول اوس مهال په زرو ډالرو هم یو تري ډي پرنټر اخیستل کېدای شي.

تېري ووهلرز Terry Wohlers چې د ووهلرز اسوشیتس کمپنۍ مشر او د تري ډي چاپ له مخکښانو څخه دی آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې صنعت کې امکانات بې حده زیات دي:

”دا صنعت به د نویو کارونو او د کاري موډلونو او د هغو تولیداتو په برخه کې چې جوړول یې پخوا خورا زیات ګران او ناممکن وو، ګڼ نوي امکانات رامینځ ته کړي. نو اوس د امکاناتو په زړه پورې پلوشه شته چې د دې ټکنالوژۍ له برکته پرمختګ کوي“

د تري ډي چاپ ټکنالوژي د سرامیکي مجسمو، د سمارټ فونونو، دستکول او تزیینې څراغونو په ګډون په ځینو برخو کې لا له پخوا څخه کارول کېږي او د فېشن ډیزاینران د نایلون په څېر د موادو په کارولو سره له دې صنعت څخه د ګاڼو او جامو په ډیزاین کې کار اخلي. څېړونکي غواړي له دې ټکنالوژۍ څخه د بیالوژيکي موادو، لکه د غضروف یا کرپندوکي، هډوکي او پوستکي په کارولو سره د وجود د مصنوعي غړو په جوړولو کې هم کار واخلي.

د امریکايۍ اونیزې فوربس Forbes د اټکل له مخې تر 2016 کاله به د تري ډي چاپ صنعت تولید له درې میلیارده ډالرو او تر 2020 کاله له پنځو میلیاردو واوړي.

د ټکنالوژۍ ګڼ شمېر کارپوهان په دې باور دي چې تري ډي چاپ به د نړۍ پرمختللو اقتصادونو ته دا امکان ورکړي چې د صنعتي تولیداتو بازار د مخ پرودې هېوادونو له لاسه وباسي. په لندن کې دېره اقتصادپوه جورج مګنوس وايي چې تري ډي پرنټنګ ښايي په تولیدي برخه کې د رقابت مخه بېرته له چین او نورو مخ پر ودې هېوادونو څخه د امریکا، اروپا او جاپان خوا ته کړي.
XS
SM
MD
LG