د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

"نه غواړم بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شم"

د پخواني شوروي اتحاد یو عسکر چې په هرات ولایت کې استوګن دی وايي چې نه غواړي بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شي.

بدرالدین حکیموف، چې اوس د شیخ عبدالله په نوم مشهور شوی او د پخواني شوروي د ورکو سرتېرو د لټون د کمیټې له خوا په شینډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی وايي، دی نه غواړي د ازبکستان سمرقند سیمې ته چې پلرنی ټاټوبی یې دی ستون شي:

(زړه مې غواړي چې په افغانستان کې ژوند وکړم او په دې هېواد کې پاتې شم.

زه له خپل کور، کهول او سیمې سره کومه مینه نه لرم او نه یې غواړم. ما د افغانستان له خلکو سره عادت کړی.)

حکیموف وايي، چې په ۱۳۶۲هـ.ل کال کې له شوروي پوځونو سره افغانستان ته تللی و، خو له مجاهدینو سره په جګړه کې ټپي شو او وروسته له دې چې د سیمې خلکو یې علاج وکړ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې دېره شو.

پنځوس کلن شیخ عبدالله د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته تر نن ورځې په شینډنډ کې استوګن دی او له هغې ولسوالۍ نه دی وتلی. دی اوس مهال خلکو ته تعویذونه لیکي.
XS
SM
MD
LG