د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر ګټې؟


د تیرې شنبې په ورځ جمهور ریس کرزی په دوه ورځنې سفر د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ .

تمه کیده، چې ولسمشر به په دې سفر کې په قطر کې د طالبانو د سیاسې دفتر پر پرانیستلو او له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر له مشرانو سره خبرې وکړي .

خو تر دغه سفر وروسته دا راز تمې په اوبو لاهو شوې ځکه چې سفر بله بڼه واخیسته او د افغانستان جمهوري ریاست هم اعلان وکړ، چې سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په هدف تر سره شو.

د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادی راډیو ته د سفر د هدف په اړه وویل:

"د جمهور ریس د سفر محور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت او د افغانستان د سولې له پروسې څخه د قطر ملاتړ رول جوړوي او خبرې په دې وي چې څنګه قطر کولای شي د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او د قطر امیر وویل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره به همکاري وکړي."

که څه هم، چې کومه رسمې سرچینه یې نه مني، خو داسې ګنګوسي شته چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستلو هم خبرې شوي.

په ننني ګردي میز کې به قطر ته د ولسمشر د سفر پر ګټورتیا او په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستلو او خڼدوڼو وغږیږو.

زموږ میلمانه دي:

د سولې د شورا غړی او په ولسي جرګې کې د خلکو استازی مولوي شهزاده شاهد .

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:21:47 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG