د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

افغان سوداګرې: د لاسي صنایعو تولیداتو د ډیزاین لپاره مرکزونه نه لرو


په افغانستان کې یو شمېر سوداګرې ښځې شکایت کوي، چې د لاسي صنایعو تولیداتو د ډیزاین لپاره مرکزونه نه لري.

دغو ښځو د چهارشنبې په ورځ د افغان سوداګرو ښځو د فدراسیون او د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادارې د ګډ نندارتون د پرانیستلو پر وخت وویل، چې د لاسي صنایعو په تولیداتو ډیره خواري کوي، خو د خرڅلاو لازم بازار ورته نشته.

په افغانستان کې د لاسي صنایعو د تولید لپاره د ډیزاین مرکزونو د نه موجودیت له امله افغانې سوداګري ښځي وايي، چې تولیدات یې په نړېوالو بازارونو کې سیالي نشي کولای.

دغو ښځو د چهارشنبې په ورځ د افغان سوداګرو ښځو او د صادراتو د پراختیا ادارې په ګډ نندارتون کي، د خپلو لاسي صنایعو د وړاندي کولو پر وخت وویل، که یې لاسي صنایع له د نړیوالو بازارونو په سطح ډیزاین سي، نو ښه بازار به ولري.

افغانې سوداګرې ښځې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او نورو مسئولو ادارو نه غواړي، چي تولیداتو ته یې لازم بازارونه جوړ کړي.

دوه افغانې سوداګري ښځي په دې اړه وايي:

“مالي ستونزي هم لرو، یوه بله ستونزه د ډیزاین ده، چي داسي یو مرکز وي، چي د افغانانو او بهرنیانو لپاره ښه ډیزاین وکړي.

په ښه او لوړ ډیزان او ښه ټوکره سره تولیدات په ښه او لوړه بیه هم خرڅیږي.”


د افغان سوداګرو ښځو د فدراسیون او صادراتو د پراختیا ادارې په نندارتونو کي افغان میرمنو بیلا بیل لاسي صنایع لکه خامک شوي لباسونه، د کورونو د ډیزاین وسایل او په ستنه جوړ سوي شیان نندارې ته وړاندي کړل.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، په پام کي ده، چي د افغانستان د صادراتو د پراختیا له ادارې سره په ګډه د لاسي صنایعو د ډیزاین مرکزونه په کابل او ځینو نورو ولایتونو کي جوړ کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر داکتر انور الحق احدي د نندارتونو د پرانیستلو پر وخت له سوداګرو ښځو وغوښته، چي د خپلو لاسي صنایعو کیفیت ته ډیر پام وکړي او د بازار له غوښتني سره سم یې برابر کړي:

“هر څونه چې موږ نندارتونونه ډیر جوړ کړو او په هره اندازه چې موږ د افغانستان د محصولاتو د معرفت لپاره ډیر کار وکړو، که محصولات هغه صفتونه ونه لري، چي غوښتونکی یې غواړي ګټه نه لري.

د خصوصي سکتور کارکوونکي باید داسي تولیدات وکړي، چي غوښتنه یې کیږي او د بیو له اړخه هم سیالي وکولای سي، ممکن پر یوه خامکي کار څو ورځي تیري سي، خو که یې ډیزاین ښکلی نه وي نو باکیفیته نه معلومیږي.”


په دې نندارتون کې د ښځو چارو وزیري حسن بانو غضنفر وویل، چې افغان میرمني د خپلو لاسي صنایعو پر جوړولو ډیر کوښښ کوي، خو دا تولیدات د ډیزاین په برخه کې ډیرې ستونزې لري.

د ښځو چارو وزارت وايي، چي د افغانو سوداګرو ښځو لپاره پر یوه ستراتیژي کار کوي، چي له دغو ښځو سره په بیلا بیلو برخو کي مرسته کولای شي.

خو یوازي افغان ښځي له دغه ډول ستونزو سره نه دي مخ، بلکي په دې هیواد کي نور هغه کسان چي په دې برخه کي کار کوي، وايي، چې حکومت یې ملاتړ نه کوي.

د تولیداتو او بازار په برخه کي د وسایلو ډیزاین یو مهم اصل ګڼل کیږي، چي کولای سي د پیریدونکو پام واړوي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG