د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

"ولسي جرګه او مشرانو جرګه دې د ټاکنو په اړه شته اختلافات حل کړي"


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، چې د انتخاباتو د قانون په سر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ د شته اختلافونو د له منځه وړلو لپاره باید د دواړو جرګو ترمنځ یو ګډ کمیسیون رامنځته شي.

د دغه بنسټ چارواکو د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ملي شورا باید د دغه کمیسیون جوړولو ته د خپل کار په لومړیتوب کې ځای ورکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ له ملي شورا غواړي، چې ژر تر ژره دې اختلافات پریږدي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکېلاتو او صلاحیتونو قانون تصویب کړي.

د دغه بنسټ مسوولینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغو اختلافونو د له منځه وړلو لپاره باید د دواړو جرګو ترمنځ یو ګډ کمیسیون رامنځته شي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکېلاتو او صلاحیتونو د قانون په تصویب کې ځنډ د انتخاباتو د کمیسیون کار له ستونزو سره مخامخ کوي:

"دا قانون له مسلکې پلوه په خاصه توګه د انتخاباتو د راتلونکې پروسې لپاره تر ټولو مهم ګام دی.

که چېرې دا قانون په اړینو اصلاحاتو سره لکه څنګه چې سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو خپل وړاندیزونه مطرح کړل په ولسي جرګه کې تصویب شول که چېرې پاس شي ډېره مرسته به وکړي چې په راتلونکې کې د ښو انتخاباتو شاهد و اوسو ځکه چې دا قانون د پروسې د مخته وړلو لپاره د دواړو کمسییونونو د بې پلوۍ او د مسلکې وړتیا تضمین کونکې دی.

په داسې حال کې چې موږ دا قانون ولرو او دواړه کمیسیونونه د همدغه قانون په اساس جوړ شي تر ډېره حده به ډاډمن و اوسو چې پروسه هم په بې پلوۍ مخته ځي."


وروسته له هغې چې مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو استازو د حضور په باب خپل مخالفت وښود افغان حکومت هم د دغه کمیسیون صلاحیت سترې محکمې ته وسپاره.

خو اوس چې ملي شورا له یوې دورې رخصتۍ وروسته په کار پیل کړی د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ترې غوښتلي دي، دې ته په پام سره چې انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ کېږي باید ژر تر ژره دا قانون چې له څو مودې همداسې پاتې دی تصویب شي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې اداري پلاوي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تمه ده د چهارشنبې په ورځ د دواړو جرګو ګډ کمیسیون په دې قانون خبرې وکړي.
د مشرانو جرګې مرستیال محمداعلم ایزدیار په دې اړه وايي:

"د دغه کار د ځنډ لامل دا دی د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې له دواړو جرګو څخه باید ګډ کمیسیون د شته اختلافونو د له منځه وړلو لپاره له یو بل سره خبرې کړې وای خو دا چې رخصتۍ مخ ته راغلې او ولسي جرګې خپل پلاوی نه وو معرفی کړی دا کار وځنډید.

موږ چمتو یو خپل ګډ پلاوی مو معرفي کړی او تمه ده د چهارشنبې په ورځ دا ګډ هییت خپل کار پیل کړي او په اختلافي ټکو باندې خپله وروستۍ پریکړه وکړي او که خداي وغواړي چې دا پروسه پاي ته ورسیږي."


ښاغلی ایزیدیار وايي، چې مشرانو جرګه د یاد قانون په دوو موردونو کې له هغې ډلې د شکایتونو د اوریدو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو استازو حضور او ددغه کمیسیون د غړو د ټاکلو له څرنګوالي سره مخالفت لري.

له دې مخکې ولسمشر کرزي هم په دغه کمیسیون کې د بهرنیو له حضور سره مخالفت ښودلی و.

دا چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمیسیون به دغو ستونزو هواري ته کوم کارونه وکړي د دوي تر منځ له خبرو وروسته به په ډاګه شي.
XS
SM
MD
LG