د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د پکتیکا په مرکز کې د ناټو لویه پوځي اډه افغان پوځیانو ته سپارل کیږي


د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ناټو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه افغان پوځیانو ته سپارل کیږي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، چې پکتیکا ولایت د حکومتدارۍ، امنیت او بیارغونې له اړخه ښه لوري ته روان دی.

اشرف غني احمدزي هغه اندیښنې بې ځایه وبللې،چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان له امنیتي بحران سره مخامخ شي.

د امنیتي مسوولیتونو د لیږد کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، چې افغان حکومت به د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په پنځم پړاو کې د سرحدونو ساتنې ته پام ډیر کړي.

نوموړي،چې دافغان حکومت اوپه افغانستان کې د ناټو دیو لوړپوړي پلاوي په مشری پکتیکا ولایت ته سفر لاره وویل،چې لدې سفر څخه يې موخه داده، چې دهغو سیمو امنیت وارزوي کوم،چې دلیږد په تیرو پړاونو کې يې د امنیت ساتنې مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوی دي، ده همدا راز وویل، چې دپکتیکا په مرکز ښرنه کې به دنړیوالو پوځیانو تر ټولو لویه پوځي اډه هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ده چې په ښرنه کې یوې غونډې ته وینا کوله،په خپلو خبرو کې يې هغه اندیښنې هم بې ځایه وبللې،چې دنړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانان یو ځل بیا د۹۲یم کال په شان له ناوړه برخلیک او کورنیو جګړو سره مخامخ شي. نوموړي دامنیت په ساتنه کې پرافغان پوځیانو باور څرګند کړ.

ډاکټر اشرف غني احمدزي دا هم وویل،چې اوسنۍ حکومت دبیارغونې په برخه کې خپل راتلونکي ته مسوولیت لري او تر اوسه بیکاري نظام ته تر ټولو لوی خطر دی:

"منفي اړخ باندې لاس ايښودل کیږي،چې خدای ناخواسته د۲۰۱۴ افغانستان به د۱۹۹۲یم افغانستان وي،زه په واضح توګه درته وایم،چې ۲۰۱۴کال کې به افغان ولس او افغان ځواکونه دا اجازه ورنکړي،چې افغانستان یو ځل بیا په ۹۲یم زیږدیز کال باندې بدل شي، ټول په همدې یو نظر یو،چې باید دبیارغونې کار چټک شي او د دې لپاره چې موږ له یو نوي نسل سره سروکار لرو،چې بیکاري تر ټولو نه لوی خطر دی امنیت ته او ځکه کارموندنه او امنیت له یو بل سره تړلي دي."

ښاغلي احمدزي وویل،چې داسمه نده،چې موږ پکتیکا ته ددریمه درجه ولایت په نظر وګورو بلکې وړاندیز يې دادی،چې ولایات دې د هغې د ستراتیژیک خطر له مخې درجه بندي شي.

پکتیکا والي محب الله صمیم وویل،چې دخلکو دژوندانه دښه کولو لپاره به په روان لمریز کال کې دپوهنې،روغتیا،سړکونو او ودانیو پر جوړولو د(۶۰)میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو شمیر پروژې پلي شي:

"په روان کال کې به موږ په پکتیکا ولایت کې ۶۰میلیونه ډالر ولګوو او ددغو پیسو ډیره برخه به په اساسي او پخو سړکونو ولګیږي،نوره برخه به يې دمکتبونو په ودانیو،دکلینکونو په ودانیو همداراز دکرنې او مالدارۍ په برخو کې دغه پیسې ولګول شي."

د ناټو ځواکونو یو تن چارواکي نیکارټر هم وویل،چې دوی دافغان حکومت سره په ګډه پدې کار کوي،چې په پکتیکا او دافغانستان په نورو ولایتونو کې دنړیوالو ځواکونو په اډو کې موجود تاسیسات او نور یو شمیر وسایل افغان حکومت ته په سم او منظم ډول وسپارل شي.

د یادونې وړ ده پکتیکا دافغانستان نسبتاً پراخ ولایت دی،چې دخیبر پښتونخوا له قبایلي سیمو او بلوچستان ایالتونو سره ۳۳۶کیلو متره ګډه پوله لري،نوموړي ولایت څخه ډیر کله دامنیتي پیښو رپوټونه ورکول کیږي.

نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG