د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

بندي ماشومان وايي د تحقیق پرمهال شکنجه شوي دي


ځیني بندی ماشومان له دوی سره د مسوولینو له ناوړه چلند او شکنجې څخه شکایت کوي.

دوی ادعا کوی چې د تحقیق پرمهال وهل کيږي او حتی په ځینو حالاتو کې برقي شوک هم ورکول کيږي.


پخوا تردې داسې شکایتونه وو چې، په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند او هغوی شکنجه کيږي، خو اوس یوشمېر زنداني ماشومان هم وایي چې؛ له دوی سره ورته چلند کيږي.

دا ماشومان چې د عدلیې وزارت د اصلاح او روزنې په مرکز کې بندیان دي؛ ادعا کوي چې، د تحقیق پر مهال د دې لپاره شکنجه کیږي چې په یو جرم اعتراف وکړي.

د دې ماشومانو پر روغتیایي او روزنیز وضعیت د پوهېدو په مقصد دغو مرکزونو ته ولاړم او هلته مې له څو ماشومانو سره خبرې وکړې.

یوه تنکي ځوان چې ویل یې شپاړس کلن دی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي؛ په د ې اړه وویل چې، د تحقیق پرمهال شکنجه شوی او په زوره یې اعتراف کولو ته اړ کړی دی:

"زه کور کې وم، جلب راپسې راغی چې، حوزې ته لاړم شم، راته یې ویلي، څوک دې په چاکو وهلي، ماویل ما څوک نه دی وهلي، د کاغذ سپینه پاڼه یې راوړله او په زوره یې زما ګوته پرې ولګوله، اوس دلته پروت یم او محکمه شوی لانه یم."

دا یوازینی ماشوم نه و چې، له شکنجو یې شکایت کاوه بلکې څو نورو ماشومانو هم ورته شکایتونه لرل.

یوه بل وویل:

"د کابل په جنایي تحقیقاتو کې ډېر شکنجه شوم، شوکونو مې په اعصاب ناوړه اغیز کړی؛ سترګې مې سرې شوي؛ څو ځلې یې روغتون ته بوتلم، شکنجو مې په سر دردونه پیدا کړي دي."

دوی ویل، پرته له جرمه ورته دوسیې جوړې شوي او په میاشتو میاشتو په دې زندان کې شپې سبا کوي:

"خواړه راکوي، خو کم. زموږ خواړه، چای، بوره او وچه ډوډۍ ده، درس مو هم ښه نه دی، استاد راځي حاضري اخلي او بېرته ځي.

زموږ د وضیعت په هکله راپورونه ورکول کیږي؛ خو عملي خدمت راته څوک نه کوي، بې سرنوشته پراته یو."

د راپورونو له مخې د عدلیې وزارت د اصلاح او روزنې په مرکز کې شاوخوا ۲۶۳ ماشومان چې عمرونه یې د دیارلسو او اتلسو کلونو ترمنځ دي او نجونې هم په کې شته، بندیان دي.

دوی وایي، دوسیې یې نه څیړل کیږي او بې سرنوشته پراته دي.

یوې نجلی وویل، پرته له دې چې محکمه پرې حکم وکړي؛ دې زندان ته لېږدول شوې ده.

ځینو نجونو ویل، له کور څخه د تېښتې په تور دغه مرکز ته دننه کړای شوي دي.

بلې نجلۍ وویل، کورني تاوتریخوالي د کور پریښودلو ته مجبوره او تردې زندانه یې رسولې ده.

"د خسر په کور کې راسره ډېر ظلم کېده، دا ظلم دوامداره و، مجبوره شوم چې له کوره ووځم او له خلکو مرسته وغواړم، خو په زوره یې دلته راوستم. زه مرسته غواړم او غواړم چې زه د پلار کور ته وسپارل شم."

د کورنیو چارو وزارت چارواکی، په یادو ځایونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلند او د دوی شکنجه کول ردوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې یو تورن ماشوم نیول کیږي، د جرم اثباتي مدارک یې د پولیسو له خوا راټولیږي او بیا څارنوالۍ ته سپارل کیږي. په دې ټولو مراحلو کې ماشوم سره ناوړه چلند نه کیږي."

د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز مسوولین د ماشومانو شکنجه کول او له دوی سره ناوړه چلند په کلکه ردوي.

د دې مرکز ريیسې "عزیزه عدالت خوا" ازادي راډیو ته وویل؛ په مرکز کې یې بندي ماشومانو ته یولړ ګټور پروګرامونه ترتیب او د روزنې ښې زمینې یې ورته برابرې کړي دي.

"زه دا ادعا په کلکه ردوم، موږ ماشومانو ته د روزنې او ښه اوسېدو مناسبې زمینې برابرې کړي؛ کله چې په خپلو کې جنګ جګړه وکړي؛ یوه محدودیتونه پرې عملي کوو، نور د دوی د شکنجو مساله هېڅکله نه مطرح کیږي."

بندي ماشومان په داسې حال کې د مسوولینو له ناوړه چلنده شکایت کوي چې؛ د ماشومانو د سرغړونې، د قانون له مخې د ماشوم مجازات؛ حتی د اصلاح په نیت هم جواز نه لري.

له دې مخکې په افغانستان کې یوناما یا د ملګروملتو مرستندوی دفتر په یوه راپور کې، په زندانونو کې د بندي ماشومانو پرسیستماتیکو شکنجو اندیښنه ښودلې وه.

د ملګروملتو په راپور کې راغلي چې، د لویانو په محبسونو کې بندیان په څوارلس ډوله شکنجه کیږي.

خو افغان چارواکو په زندانونو کې سیسټماټیکې شکنجې یو مخ رد کړي؛ یوازې دا یې منلي وو چې، د نیونې پرمهال ممکن یوشمېر کسان شکنجه شوي وي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG