د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

"افغان حکومت دې د سولې په برخه کې ټول واک په خپل لاس کې واخلي"


د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز چارواکي د دې هیواد پر حکومت انتقاد کوي چې؛ د سولې لپاره یوه روښانه پاليسي نه لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په پروسې کې د پاکستان رول تل د پام وړ بلل شوی دی؛ خو داسې ښکاري چې، نور د سولې له پروسې سره افغان حکومت او ځینې کتوونکي نهیلي شوي دي.

د سیاسي چارو یو شمیر هغو مبصرینو او د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مسوولین پر افغان حکومت ټینګار کاوه؛ د سولې په برخه کې ټول واک په خپل لاس کې واخلي.

خو د سیمه یيزو مطالعاتو د مرکز د هند او پاکستان د ډیپارټمنت مسوول "عبدالرحمن حبیب زوی" پر افغان حکومت انتقاد کوي چې؛ له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره یوه سمه پاليسي نه لري.

ده وویل چې، سولې ته د رسېدو په خاطر باید ټول افغانان په خپل منځ کې همغږي ولري.

"حکومت باید خپلې ادارې قوي کړي، د سولې شورا د غړیو په ټاکنه کې باید غور وشي او حکومت باید خپلې ادارې دومره قوي کړي؛ څو په ملي کچه د افغانستان له ملي ګټو نه ننګ او ساتنه وکړي.

حکومت دې هم د ملي او سیاسي کړیو په توګه خپل دریځ داسې وساتي؛ بلکې داسې نه وي چې یوه ورځ یو ډول او بله ورځ بل ډول وي. د حکومت او سیاسي ډلو تر منځ باید د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې یوه ملي اجنډا موجوده وي."


دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ د افغانستان جمهور رییس قطر ته سفر کړی او له قطري چارواکو سره په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کېدو په اړه هم خبرې کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین وايي چې؛ د دوی په منډو ترړو د سولې په مخ کې یو شمېر خنډونه له منځه تللي دي.

د افغانستان دولت ټینګار کوي چې؛ له وسله والو مخالفینو سره د داسې یوې سولې هل ځلې کوي چې؛ د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړې نشي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په غونډه کې د سیاسي چارو یو بل کارپوه جاوید کوهستاني وویل چې؛ افغان حکومت باید د سولې په برخه کې له پاکستان نه مرسته ونه غواړي.

هغه وویل چې، پاکستان نه یواځې افغانستان بلکې دا مهال ټولې نړۍ لپاره د یو لوی ګواښ په توګه پیژندل شوی.

"له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې د افغانانو لپاره یوه جدي موضوع ده؛ باید چې دا بهیر د پاکستان له کنترول نه بهر کړو.

باید یو شمیر هغو طالبانو سره چې افغانان دي او هلته د پاکستان د لاس لاندې ژوند کوي زمینه مساعده شي او اړیکې ورسره ټینګې شي څو دغه طالبان افغانستان ته راشي او پاکستان په دغو کسانو هیڅ کنترول ونه لري.

موږ د سولې د خبرو اترو په برخه کې ډیرې کمزورې خبرې اترې درلودې او باید چې له سره غور ورباندې وکړو. موږ باید سوله له ګاونډي نه ګدایي نه کړو."


کوهستاني همداراز وايي چې، پاکستان تل هڅه کوي، د افغانستان او هندوستان د اړیکو تر منځ خنډونه رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم مخکې تر دې ویلي وو چې؛ کولی شي د سولې په برخه کې ټولې هلې ځلې په خپله وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي چې؛ پاکستان سولې ته د طالبانو د راضي کولو لپاره داسې شرطونه ایښي چې؛ افغانستان ته د هغو منل ناممکن دي.

فیضي وایي، د پاکستان شرایط دا دي چې افغانستان دې له هند سره اړیکې وشلوي او له پاکستان سره دې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

خو پاکستانیو چارو دا خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې، د سولې له پروسې سره د همکاري لپاره وار مخکې شرطونه نه لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG