د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ځوان افغان سوداګر وايي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي


یوشمېر ځوانو افغان سوداګرو او متشبثینو په یوې غونډه کې د دوی یو شمېیر ستونزی بیان او له حکومت او بهرنیو موسسو څخه یې وغوښتل چې؛ په اوارۍ کې دې ورسره مرسته وکړي.

د صنعتي پارکونو، زیربناو، اوبو او برېښنا نشتوالی هغه عمده ستونزی وې چې ځوان افغان سوداګرو او متشبیثینود کابل د سوداګرۍ د خونې او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په جوړې ناسته کې بیان کړې.

دوې چې شمیر یې شاوخوا یوسلو شلو تنو ته رسیده، ډاډڅرګند کړ چې، که مرستې ورسره وشي، د هېواد سوداګرۍ ته به په نوې، ساده او شفافه توګه پراختیا ورکړي.

د باختر د مرمرو د تولیدي شرکت ريیس ډاکتر سلیم وویل:

"ډېر پیشنهادونه او نظریات مو لرل، خو له بده مرغه چې قبول شوي نه دي، باید د ګاونډیوهېوادونو د بې کیفیته ډبرو د واردولومخنیوی دې وشي؛ څو زموږ تولیدات وده وکړي.

صنعتي پارکونه، اوبه اوبرېشنا نه لرو، ورځ په ورځ له خپلو فعالیتونو مایوسه کیږو."

د نواب احمدي شرکت استازی وویل، په کمرګاتو کې باید اداري چارې ساده شي:

"موږ له پاکستان، امریکا او نوروهېوادونو څخه غوړي واردوو؛ خو په کمرګونو کې اداري پروسس ډیر پیچلی او مالونه مو ډېر ځنډیږی چې دا ځنډیدل پرمارکیت ناوړه اغیزکوي."

همدارنګه ځینو ځوانو سوداګرو له بانکونو څخه د پورونو غوښتنه کوله او ځینو له بهرنیو موسسو غوښتل چې؛ دوی ته دې د مسلکي زده کړو زمینه برابرې او تخنیکي مرستې دی ورسره وکړي.

د کابل ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ريیس "رحیم اله حمید" وویل، د ځوان سوداګروپیشنهادونه به راټول او یوځای به یې د دولت مربوطو ادارو ته وسپاري.

په افغانستان کې د « ایسا» یا دپانګې اچونې د ملاتړې ادارې ريیس "وفي اله افتخار" ازادي راډیوته وویل؛ د خصوصي سکتور ښه او پراخ فعالیت ته یې پلانونه ترتیب کړي او عملی کېدل په ځینو برخو کې پیل شوي دي.

"د دوی د ستونزې حل ته پروګرامونه لرو، صنعتي پارکونو یې د ځمکو د موندلو هڅې تیزې شوي، غواړو په راتلونکي کال د دوی یوشمېرد مسلکي روزنو په نیت بهرته ولېږو او وزیرانو شوراپریکړه چې د پورونو لپاره یې وجهي صندق جوړ شي."

دا لومړی ځل نه دی چې، د خصوصي سکتور سوداګر او متشبثین د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

سره له دې چې د دولت مربوط ارګانونه دوی ته د زمینو د برابرولو ډاډ ورکوي؛ خو کارپوهان وایي، دولت باید د بهرنیو هیوادونواو موسسو په مرسته د هېواد له سوداګرو، صنعتکارو او تولیدوونکو سره مرستې وکړي او پرې نه ږدي چې د هېواد سوداګر او پانګوال په خپلو فعالیتونو کې بې زړه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG