د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

افغان حکومت په لوګر کې پر ملکي تلفاتو څیړنې پیل کړي


په لوګر کې د وروستیو ملکي تلفاتو د معلومولو لپاره د ولسمشرکرزي له خوا ټاکل شوی پلاوی وایي چې؛ په دې هکله به دقیقې او هراړخیزې څیړنې ترسره کړي.

د دې پلاوي مشر او د قومونو او قبایلوپه چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار شهزاده مسعود وویل چې؛ د لوګر له سیمه ییزو چارواکو سره تر خبرو وروسته به سیمې ته ولاړشي او د ملکي تلفاتو موضوع به له نږدې وڅیړي.

ښاغلي مسعود د شنبې په ورځ له پل علم څخه د ټلفون له لارې آزادي راډیو ته وویل چې؛ د ولسمشر کرزي له لارښوونې سره سم دوی ته دا ډیره مهمه ده چې؛ معلومه شي د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې څوتنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي:

"په سرکې د لوګر له امنیتي ارګانونو سره خبرې کوو، بیا له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره او بیا به د پیښې سیمې ته ولاړ شو.

دا مساله به له هره اړخه وڅیړو که یوه ورځ څیړنې ونیسي او که دوه یا تردې هم زیاتې ورځې خو دقیقه څیړنه ډیره مهمه ده."


د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې تیره اونۍ افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات ترسره کړل.

له عملیاتو وروسته د لوګر سیمه ییزو امنیتی مسوولانو آزادي راډیو ته وویل چې؛ درویشت تنه وسله وال طالبان یې وژل شوي، شپږ ویشت ټپیان شوي او څه باندې څلویښت نور له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې پیښه کې د خپلو دولس تنو وسله والو وژل کېدل تایید کړل او ادعا یې وکړه چې؛ نور وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د لوګر ولایتي شورا او د سیمې اوسیدونکو هم وویل چې؛ یوشمېر ملکي وګړي هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په دې ګډو عملیاتوکې مړه و ټپیان شوي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس او د ولسمشرکرزي له خوا د دې تحقیقاتي پلاوي غړي ډاکټر عبدالولي وکیل یوځل بیا د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د افغان او بهرنیو ځواکونو په دې ګډو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"په برکي برک کې ملکي تلفات شته او ولایتي شورا په دې اړه دقیقې شمیرې لري.

شپږ تنه وژل شوي چې، څلور یې تنکي ځوانان دي، یو تن اویا کلن سپین ږیری دی او یوهم اته کلن ماشوم.

په دې پیښې کې دوه ښځې هم ټپیانې شوي چې؛ دا مهال د کابل په ایمر جنسي روغتون کې بسترې دي."


په افغانستان کې ملکي تلفات په تیرو څو کلونو کې یوه جدي او لویه ستونزه وه؛ ولسمشرکرزي هم له دې امله ډیرکله اندیښنه ښودلې او حتی تیرکال یې د شپې عملیاتو او د اوسیدو په سیموکې د هوايي بمبارۍ د بندیدو امر وکړ.

سره له دې چې لا تراوسه د لوګر د برکي ولسوالۍ په سجاوند کلي کې د هوایي بمباریو په اړه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي؛ خو د سیمې اوسیدونکو ویلي چې، ملکي وګړو ته په هوایي بمبارۍ کې تلفات اوښتي دي.

بهرنیو ځواکونو لا تراوسه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند په کلي کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تیرکال په جوزا میاشت کې هم د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې اولس تنه ملکي وګړي ووژل شول چې؛ ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.
XS
SM
MD
LG