د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د حمل په ۲۴ به غزني رسماً د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه ونومول شي


که څه هم په دې وروستیو کې د غزني د ناامنۍ په اړه ځینې راپورونه ورکړل شول؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې؛ د روانې حمل میاشتې په ۲۴ نېټه به په رسمي توګه دغه ولایت د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه ونوموي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرسید مخدوم رهین وایي چې؛ د دې مراسمو د ترسره کولو لپاره یې د ټولو اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیرانو ته بلنه ورکړې ده.

ښاغلي رهین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ روان کال د غزني د معرفي کېدو لپاره ډیر پروګرامونه پلان شوي؛ خو دا به یې لومړی پرواګرام وي چې، د دې ولایت د نوم ایښودو په مقصد ترسره کیږي.

"مراسم به انشاءالله د حمل په څلورویشتمه په غزني کې افتتاح شي، دې مراسمو ته د اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیران دعوت شوي دي؛ دوی به په هغو مراسمو کې ګډون کوي چې، د [آی سیس کو] له خوا د غزني د نوم ایښودو لپاره جوړیږي.

په دې مراسمو کې به آی، سیس کو غزني ته رسماً د اسلامي فرهنګ لقب ورکړي."


نوموړي زیاته کړه چې دغه مراسم به یوه اونۍ دوام وکړي او له لومړۍ ورځې وروسته به ځینې لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې؛ د اسلامي ثقافت په توګه د غزني د معرفي کېدو وروستي او لوی مراسم به د روان کال د میزان په وروستیو کې جوړ شي او ترهغه وخته به ټاکل شوې پروژې هم بشپړې شي.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پریکړه وکړه چې؛ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به غزني د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه معرفي کړي.

که څه هم په غزني کې کله ناکله د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ترسترګو کیږي؛ خو د دې ولایت چارواکي وایي چې، د اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیرانو راتګ ته یې هراړخیز چمتووالی نیولی دی.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده ازادي راډیو ته وویل چې؛ پرغزني د اسلامي ثقافت د مرکز د نوم ایښودو په دې مراسمو کې یې له بهرنیو میلمنو سربیره د افغانستان د زونونو په کچه هم لوړ پوړي میلمانه رابللي دي.

"موږ به انشاالله د اسلامي هیوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران دلته ولرو؛ موږ په دې هکله هم امنیتي تدابیر نیولي اوهم د میلمنو د راتګ او د مختلفو ساحاتو څخه د هغوی دلیدو، په راتلونکو دوه اونیو کې به هم کوم واړه مسایل چې پاته دي مکمل کړو."

نوموړی دغه مراسم د افغانستان تاریخي ویاړ بولي او له وسله والو مخالفینو هم غواړي چې مخه یې ونه نیسي.

د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د غزني ښار چمتو کیدو ته د بیارغونې او زیربنا کابو اتیا پروژې په پام کې نیول شوي چې؛ د دې ولایت د چارواکو په خبره ځیني یې بشپړې شوي او پاته نورې به یې هم د میزان ترمیاشتې پورې بشپړې شي.

دغه پروژې د غزني ښار اړوند په څلورسوه جریبه ځمکه کې جوړیږي او د غزني د والي په خبره په راتلونکې کې کېدلی شي؛ د یوه اساسي پوهنتون او یا د لویو مراسمو د ترسره کیدو لپاره ګټه ورڅخه واخیستل شي.

افغان چارواکي وایي، له پنځو کلونو را په دې خوا یې د غزني په منارونو، تاریخي ځایونو او بیا رغونه باندې شااوخوا پنځوس میلیونه ډالر لګولي دي.

خو داسې اندیښنې هم موجودې دي چې؛ ممکن ځینې ټاکل شوې پروژې د میزان ترمیاشتې پورې بشپړې نه شي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG