د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۳

له ترکېې نه د اسرايیلو بخښنه د نړېوالو له تود هرکلي سره مخ شوه


له ترکېې څخه د اسرايیلو د تیرې اونۍ بخښنه، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې غزې ته د مرستو رسولو پر کشتیو د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو ترکېي فعالانو په خاطر وغوښته، د نړېوالو له تود هرکلي سره مخامخ شوه.

ترکېه چې یو وخت په سیمه کې د اسرايیل نژدې ملګرې وه، دغې پیښې دواړه هېوادونه سره لیرې کړل، چې دې کار دوه اړخیزې اقتصادي او ډيپلوماتیکې اړیکې هم اغیزمن کړل.

کله چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما تیره اونۍ اسرايیل ته له سفر وروسته په خپله الوتکه کې بیرته واشنګټن ته ستنیده، پرې انتقاد کېده، چې سیمې ته یې سفر سیاسي لاس ته راوړنې نه لرلې.

ښایي تر وروستیو شیبو پورې چې اوباما الوتکۍ ته نه و پورته شوی، دا خبره سمه وه، خو کله چې اوباما د تل بیب په هوایي ډګر کې د اسرايیل صدراعظم بینامین نیتانیاهو ته بلنه ورکړه، چې په یوه سیاحتي موټر کې ورسره وګوري، وضعیت بل ډول شو.

دا چې څه پیښ شول، دې ته تر ډیره د یوې ډيپلوماتیکې کودتا په توګه کتل کېږي، چې اوباما یې د ولسمشر په توګه سیمې ته د لومړني سفر په مهال هیله لرله. په دې سفر کې اوباما له اسرايیلو او فلسطینې ادارې څخه لیدنه وکړه.

د اسراییل صدراعظم بینامین نیتانیاهو خپل ترکې سیال رجب تیپ اردوغان ته تیلیفون وکړ او له هغه یې د ۲۰۱۰ کال په پیښه کې د ترکانو د وژلو په خاطر رسما بخښنه وغوښته.

غزې ته د مرستو رسولو پر کشتیو د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې نهه ترکي فعالان ووژل شول.

دا له ترکېې سره د پریکړای شویو اړیکو د ترمیم لپاره لومړنۍ ټیلیفوني خبرې وې. دا اسلامي هېواد کلونه کلونه په سیمه کې د اسراییل مهم متحد و.

د مولاد په نامه د اسرايیلو د یوه تحقیقاتي مرکز څیړونکې اوروم بورګ چې پخوا د اسراییلو د پارلمان ریس و، وایي، دې کار ته وخت پکار و:

"مخکې له دې، چې امریکایان مخ ته ولاړ شي او اسراییل ته ووایي، چې شاوخوا دې نظم راولي، دوي یو څه وخت ته اړتیا لرله.

که دا په پام کې ونیسو، چې دا یواځې سوریه نه ده بلکه ډیر نور مسایل هم شته:

د عراق راتلونکي، له ایران سره څه باید وشي، مصر چې تر اوسه ثبات نه لري او ځینې نور مسایل.

د امریکا متحدو ایالتونو دې ته اړتیا لرله، چې سمدستي په خپلو ملګرو کې ثبات ټینګ کړي.

په دې توګه د امریکایانو هیله د دواړو موږ او ترکانو غوښتنه هم وه."


اوس خبره دا ده، چې د اسرایيلو او ترکېې بیرته یوځای کېدل به د سیمې پر حالاتو چې د عربو د سپرلي له پیل راهیسي د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره لاس او پښې وهي، څه ډول اغیز وکړي.

په لندن کې میشت د چتهام هوس په تحقیقاتي مرکز کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه یوسي مکېل برګ وایي، اسرايیل او ترکېه غواړي خپل ترمنځ ډيپلوماتیکې، سیاسي، پوځي او دغه راز اقتصادي اړیکې بیرته ښه کړي.
د هغه په وینا د دوه اړخیز اړیکو د اجنډا په سر کې په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې مسله ځای لري:

"په سوریه کې ګډوډي، د دې خطر چې کېمیاوي وسلې غلطو لاسونو ته پرینوځي د دواړو اسراییلو او ترکېې د اندیښې وړ مسایل دي.

په همدې خاطر دوي دې ته اړتیا لري چې د استخباراتو په سطحه همکاري وکړي او هم که چېرې سوریه وپاشل شي په سیاسي کچه هم دغې همکارۍ ته اړتیا لري، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دغه وسلې په هره بڼه غیر دولتي لوبغاړو ته په لاس ورنشي چې وروسته موږ دا وموندو چې له هغو څخه په هر ډول حملو کې کار اخیستل شوای وي."


د انقرې د نړېوالو ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې ترکي کارپوه محمت ییګین د ترکېې او اسرايیلو د امنیتي همکاریو د بیا پیلیدو او د دواړو هېوادونو له هوایي قلمرو څخه استفادې ته په اشاره وایي، د دا ډول همکاریو له سره پیلیدل به نه یواځې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په زیان وي بلکه په سیمه کې د هغه نژدې ملاتړي ایران ته به هم زیان ورسوي:

"په حقیقت کې ترکېه د سوریې په مسله کې اسرایلو ته ورته دریځ لري، خو دې ته په پام سره چې دوي خپلې پالیسۍ نه هماهنګ کولې، ځکه په واقعیت کې اغیزمنې نه وې.

له عراق سره د ایران همکاري چې د اسد رژیم ته وسلې لیږي په واقعیت کې د نورو خواو په نسبت ډیره اغیزمنه وه. زما په فکر دا یو مهم پیغام دی چې ایران به یې هرکلۍ ونه کړي."


یوګین وایي، ترکېه چې په دې وروستیو کې یې په سیمه ییز ډیپلوماتیک سیاست کې یو لړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي، اوس دا هېواد له ایران او هم ښایي په غزه کې د واکمنې حماس ډلې سره په اړیکو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند شي.

د مولاد په نامه د اسرایلو د تحقیقاتي مرکز څیړونکې اوروم بورګ وایي، کېدای شي د ترکېې اسرایلو تودې شوې اړیکې له مصرسره چې تراوسه بې ثباته دی، او ولسمشر محمد مرسي هڅه کړې چې د اسرایلو او حماس ترمنځ چې پرغزې واکمنه ده، منځګړیتوب وکړي، اړیکې پیچلې کړي.

اوس چې ترکان بیرته صحنې ته راګزیدلي او د دې هیواد صدراعظم اردوغان هم اعلان کړې چې غواړي راتلونکې میاشت غزې ته ولاړشي، دا به د مصرهغه هڅې زیانمنې کړي چې د یوه سیمه ییز قدرت په توګه د خپل دریځ د ټینګولو لپاره یې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG