د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

"د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې د تیرو دوو کلونو په پرتله دوه برابره شوي"


د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ وايي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتیږي.

دوي زیاتوي، وروستیو شمېرو ته په کتو سره په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تیرو دوو کلونو په مقایسه دوه برابره شوي دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د لویې څارندوالۍ مدني، سوداګریز او اداري مرستیال وویل، چې یوازې په کابل کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تیرو دوو کلونو په مقایسه دوه برابره شوې ده.

عبدالوکېل امیني د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ځانګړې څارنوالۍ په لاس ته راوړنو او ستونزو د حل په یوه ورځنۍ کنفرانس کې وویل، چې په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي:

"یوازې په کابل ښار کې په ۱۳۹۱ کال کې تقریبا اتلس سوه جرمي قضیې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د قانون په رڼا کې تعقیب شوي دي.

په دغه قضیو کې وهل ډبول، په کم عمر ودول او په بدو کې ورکول شامل دي چې عاملین یې د محاکمو له لارې مجازات شوي ډي."


د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ څه موده وړاندې د لویې څارنوالۍ په تشکېل کې رامنځ ته شوه، چې د کابل په ګډون په هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې څانګې لري.

دغه راز د بامیان، پروان، کاپیسا او بدخشان په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ځانګړي کمېسیونه هم جوړ شوي دي.

د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، دغه ځانګړې څارنوالۍ له یو لړ ستونزو سربیره ښې لاسته راوړنې هم درلودې او په سلګونو جرمي دوسیې یې څیړلې او حل کړې دي.

له کابل وروسته هرات هغه ولایت دی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د دې ولایت د استیناف څارنوالۍ رییسې ماریا بشیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په هرات ولایت کې د ښځو د ځان سوځونې پیښې کمې شوي:

"د هرات په ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو څارنوالۍ سره ۳۲۰ پېښې ثبت شوي، اکثره یي کورنۍ تاو تریخوالۍ وهل ټکول، جنسي تیری، د ښځو وژل دي.

په تیر کال کې مو یواځې د ښځو د ځان سوځونې شپږ پېښې درلودې."


له ولایتونو څخه د ځانګړیو څارنوالۍ راغلیو مسوولینو ویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قانون کې ستونزې،د امکاناتو کموالی اوپه څارنوالیو کې تشکېلاتي کموالي هغه ستونزې دي چې دوی یې په خپلې کارې برخې کې له ستونزو سره مخامخ کړی دي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG