د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د زابل فرهنګيان روغتون ته وينه ورکوي


د زابل د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ليکوالو، فرهنګيانو او خبريالانو د هغو ناروغانو لپاره چې وينې ته اړتيا له تېرو څو ورځې راهيسې وينې ورکولو ته ملا تړلې ده. دوی وايي، تر اوسه زرګونه سي سي وينه ټوله شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د زابل ځوانان له تېرو څو ورځو راهيسې د هغو ناروغانو لپاره وينه ورکوي، چې په عاجله توګه وينې ته اړتيا لري، خو په روغتون کې نه ورته پيدا کېږي.

د بې وزلو د ژوند ژغورلو په نوم په دغه لړۍ کې تېره ورځ د زابل اوياوو تنو ځوانانو د وينې بانک ته وينه ورکړه، او له نورو يې هم غوښتنه وکړه، چې وينه ورکړي او د ولس ژوند وژغوري.

دوی وايي، د زابل په رغتون کې تر دې وړاندې زيات کسان د وينې د نه پيدا کېدو له امله مړه کېدل، خو اوس چې يې دوی د هغوی مرستې ته را دانګلي، په دې باور دي، چې له دې وروسته په دغه ولايت کې څوک د وينې له نېستۍ نه مري.

"په لسګونو ځوانان نن دې ته اماده شوې دي، چې نه يوازې نن بلکې د همېشه لپاره دلته را ټول شي او وينه ورکړي"

"تقريبا شپېته نفره دلته را ټول شوي دي، وينه يې ورکړه، نو اوس چې هر وخت هغه ناروغان چې وينې ته اړتيا لري، موږ به يې په خدمت کې يو"


د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد توخی وايي، چې د وينې ورکولو، او د خلکو د ژوند ژغورلو دغه لړۍ به ولسواليو ته هم وغزوي، او په دې توګه به زياته وينه ټوله کړي.

توخی وايي، ليکوالانو وينه ورکړه، او زړه ته يې لوېدلې ده چې نور ځوانان به هم وينې ورکولو ته تيار شي.

"له ځوانو ژورناليسټانو او نورو ادبي ټولنو مننه کوو، چې شپېته اويا نفره يې دلته را وستل او وينه يې ورکړه، موږ په پام کې لرو چې دا لړۍ ولسواليو ته هم وغزوو، موږ له ټولو ځوانانو هيله لرو چې وينه ورکړي او د بې وزلو ژوند وژغوري"

زابل د هېواد له ناامنو ولايتونو څخه دی، چې زيات وخت پکې د ناامنيو د پېښو قربيانيان تر چاودنو او برېدونو وروسته د وينې د نېستۍ له امله مړه کېږي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG