د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۴

"نوی تعلیمي نصاب مو د نړۍ د ځینو هېوادونو د پوهنتونونو سره ورته دی"


د لوړو زده کړو وزارت د هېواد پوهنتونونو ته د نوي تعلیمي نصاب د بشپړیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ د لوړو زده کړو موسسو د استازیو په یوې غونډه کې وویل، نوی تعلیمي نصاب د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو د پوهنتونونو له تعلیمي نصاب سره ورته او په روان لمریز کال کې به د لوړو زده کړو په ټولو دولتي پوهنتونونو کې پلي شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، د هېواد د ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو تعلیمي نصاب یې، د څه باندې دوه کالو علمي مشورو وروسته په لوړ کېفیت بشپړ او د لوړو زده کړو په ټولو عالي موسسو کې د پلي کېدو وړ دی.

د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکتر عبیداله عبید د پوهنتونونو لپاره د نوي تعلیمي نصاب د معرفي کېدو په غونډه کې وویل، په دې نصاب کې ډیرې پخوانۍ نیمګړتیاوې له منځه تللي او نوی تعلیمي کدرونه به له لوړو معیارونو سره سم وروزي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل، د دې نصاب له پلي کېدو سره به د هېواد پوهنتونونه په سیمه او نړۍ کې خپل اعتبار بیا ترلاسه کړي.

پخوا تر دې شکایتونه موجود و، چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د کېفیت په نسبت، کمیت ته ډیره هڅه کېږي، چې دې مسالې د تعلیم پر معیار ناوړه اغیزه کړې ده.

ځیني افغان محصلین، پوهنتونونو ته د نوي تعلیمي نصاب د بشپړیدو هرکلۍ کوي او هیله کوي چې د مجربو استادانو له خوا دی په جدي توګه پلي شي.

اوس مهال په افغانستان کې څه باندې شل دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو شپږ اویا خصوصي موسسې فعالې دي او محصلین وایي، د تخنیکي وسایلو کموالی په کې اوس هم پوره شوی نه دی.

سربیره پر دې محصلین دا هم وایي، چې د دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې تعلیمي نصاب یو ډول نه دی.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، پلان لری چې د هېواد ټولو دولتي او غیر دولتي تعلیمي موسسو ته یو واحد تعلیمي نصاب رامنځته کړي.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG