د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۴

پر کونړ د پاکستان نوې حملې او د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پر کونړد راکټې حملو د بیا پیلیدو په اړه یې پاکستاني چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان له خاورې څخه د نویو راکټې حملو په اړه یې خپل اعتراض په کابل او اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو او ډیپلوماتانو ته وړاندې کړی او د دې حملو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زی وایي، د دوي څیړنو ښودلې چې د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه د دوشنبې په ورځ د کونړ پر دانګام ولسوالۍ اووه ویشت توغندي راغلي دي.

موسی زي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو ورته حملې یو ځل بیا دوام وکړي نو کېدای شي د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

"دا د افغانستان د دولت او خلکو لپاره د نه منلو وړ حرکت دی، موږ یې شدیدآ تقبیح کوو، د پاکستان له حکومت څخه مو دا غوښتي چې په فوري او دایمي توګه دغه حرکت او دغه حملې بندې کړي، ځکه د دواړو هېوادونو اړیکو ته تاوان رسوي.

موږ دا موضوع د پاکستان له سفارت سره په کابل کې او د افغانستان د سفارت له لارې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې."


له دې وړاندې هم د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په سرحدي سیمو زرګونه توغندي راغلي دي، خو دغه لړۍ له شااوخوا درې میاشتو راهیسې دریدلې وه.

د ډيورند له هغې غاړې څخه د دوشنبې په ورځ دغه حملې یو ځل بیا په داسې حال کې پیل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راغلی وو.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت یوازې د دوشنبې ورځې راکټې حملې تایید کړې، خو د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سې شنبې په ورځ هم د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان له لوري ۱۲ توغندي راغلي.

وحیدي زیاته کړه، چې په دې حملو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتې خو یو شمېر څاروي یې له منځه وړي.

افغان حکومت له دې وړاندې هم په وار وار له پاکستان څخه د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټې حملو د بندیدو غوښتنه کړې، خو داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکو دې خبرو ته لازم پام نه دی کړی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو ان په رسمي توګه دا تایید کړې هم نه ده چې دا حملې د دوی له خوا کېږي، خو افغان امنیتي چارواکو له دې وړاندې ویلي چې دا ډول توغندي یوازې د پاکستان له پوځ سره دي.
XS
SM
MD
LG