د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د پکتیکا ولایت ښوونکي ښوونځیو ته نه ځي


په پکتیکا ولایت کې یو شمېر ښوونکي شکایت کوي، چې له شپږو میاشتو راهیسې يې خپل معاشونه نه دي اخیستي، دوی وايي نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو د یادې ستونزې له کبله په ښرنه کې ښوونځي تړلي پاتې شوي دي.

د پکتیکا ولایت ښوونکي ګواښ کوي، تر څو چې د دوی د معاشونو ستونزه هواره نشي دوي به ښوونځیو ته نه ورځي بل لوري ته نوموړي ښوونکې د پوهنې رئیس کم عمره او بې تجربې شخص بولي او زیاتوي، چې هغه د معارف د پرمخ بیولو وړتیا نه لري او له ښوونکېو سره بد چلند کوي.

د پکتیکا ولایت یو شمېر ښوونکېو او مدیرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د نوي ښوونیز کال د پیل له ورځې ښوونځیو ته نه دي ورغلي او دوی به تر هغې مکتبونو ته نه ورځي تر څو چې د دوی د شپږو میاشتو پاتې شوي معاشونه نه وي ورکړل شوي.

دوی وايي، چې د تیر کال د اظافه کارۍ پیسې يې پاتې دي او بل لوري ته دوی د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس عطامحمد قانع یو داسې شخص بولي، چې کاري وړتیا نه لري، کم عمره او بې تجربې دي او د پوهنې ریاست له کارکونکېو او ښوونکېو سره يې چلند ناسم دی.

عبدالحمید دیزداد د عالي لیسې مدیر وايي، چې د اظافه کارۍ د پوره کال او د شپږو میاشتونو معاشونه يې پاتې دي او دوي به د خپلو حقونو د اجراء او پکتیکا ولایت لپاره د رئیس په توګه د یو اهل شخص تر ګمارنې پورې ښوونځیو ته د تدریس لپاره نه ورځي:

"ولایت هم خبر دی، ولس هم خبر دی، چې دا مشکل د معلم صایبانو دی، مشکل يې پرځای دی، دوی خپلو وظایفو ته نه حاضریږي، لامل يې دا دی چې هغه شمېر اداري پرسونل دا دوولس میاشتې او ښوونکې هم چې دا نهه میاشتې مستحق دي اظافه کارۍ شوې دي.

دوي ته اظافه کاري نه ده ورکړل شوې، د ښوونکېو او ملازمینو بیچاره ګانو دا شپږ میاشتې معاشات نه دي اجراء شوي، د معارف رئیس خلک په یوه او بله بهانه تیر باسي او په درواغو رسنیو ته خبرونه ورکوي، چې د معلیمنو معاشونه اجراء کېږي، موږ په پکتیکا کې د اهل رئیس غوښتنه کړې ده، ترڅو داسې سړی پکتیکا ته راشي، چې هغه باکېفایته سړی وي، ښه شخصیت ولري او علمي سړی وي، ټول په دې متفق دي چې دا مکاتب باید تر هغو بند وي تر څو چې پکتیکا ته اهل رئیس نه وي راغلی او د معلیمنو حقوق نه وي اجراء شوي."


محمد یاسین د الجهاد لیسې سرښوونکې وايي، چې د دوی اعتراض له دې کبله نه دی، چې له خپل قوم سره بې وفايي کوي بلکې ستونزه دا ده، چې ښوونکې ډیر غریب خلک دي او د معاشونو د ځنډیدو له کبله سخت ځوریدلي دي:

"دا کوم مشکل چې ښوونکېو ته ورپیښ دي او یا دا څو ورځې ښوونځي تړلي دي دا له دې کبله نه دي، چې ښوونکې له خپل قوم سره بې وفايي کوي یا د خپلو بچېانو د تعلیم پروا نه لري، بلکې ستونزه دا ده، چې ښوونکې ډیر سخت ځوریدلي دي، شپږ میاشتې معاشونه يې ایسار دي، دا په خپله د رئیس معارف ګرمه او ملامتیا ده، چې دا شپږ میاشتې يې معاشونه وځنډول،دټولو ښوونځیو پریکړه داده چې تر څو ددوی معاشونه نه وي اجراء شوي دوی به ښوونځیو ته نه ځي."

اسدالله، چې دسید جلال بخاري د لیسې د ښوونکو په استازیتوب خبرې کولې وویل، چې دوی غوښتنه لري، ترڅو په نوي کال کې يې معاشونه پر خپل وخت اجراء شي او پاتې معاشونه يې ورکړل شي:

"موږ ته دا 6میاشتې معاش نه دی راکړل شوی له همدې کبله مو د ښوونځي دروازه تړل شوې ده، زموږ د ښوونکېو تصمیم دا دی ترڅو چې معاشونه رانه کړل شي، تر هغې به درسونو ته نه حاضریږو، زموږ غوښتنه دا ده، چې باید د معلیمنو معاشونه اجراء شي او په نوي کال کې باید ښوونکېو ته معاشونه په خپل وخت ورکړل شي."

الله نور، چې د ښرنې د یوې مرکزي لیسې ښوونکې دی، نوموړی هم د ښوونکېو اعتراض له همدې کبله بولي، چې دا شپږ میاشتې معاشونه يې نه دي اخیستي:

"دا مشکل له دې کبله دی، چې د ښوونکېو معاشونه نه دي اجراء شوي، معلمانو همدې یو معاش ته اړولې او د هغې هم درک مالوم نه دی."

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس عطامحمد قانع د ښوونکېو د معاشونو په اړه وايي، چې په حکومت کې د چا معاش، حق او امتیاز نه ورکېږي، دا ستونزه هوارۍ لري، خو ښوونکې باید ښوونځیو ته حاضر شي:

"معاش،امتیاز او دولتي حقوق نه له منځه ځي نه ورکېږي او نه امکان لري،چې حیف ومیل شي،دا یو دولتي پروسیجر دی،کچېرې ستونزې او مشکلات پکې رامنځته کېږي نو طبعي خبرده،چې حل لارې لري،موږ ټول معارف مکلفیت او مسوولیت لرو چې خبله دنده په رښتیني ډول او اصولي بڼه ادا کړو او خپلو ښوونځیو ته ولاړ شو."

بل لوري ته د پکتیکا ولایت چارواکې دښوونکېو یاده ستونزه پرځای بولي او وايي،چې دوی سره داستونزې پدې وروستۍ یوه نیمه اونۍ کې شریکه شوې او کچېرې له مخکې دوی ته دا مسلې رسیدلي وای، نو دا مشکل به نه جوړیدل، د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه وویل:

"ولایتي ادارې دیادې ستونزې دهواري لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي او دوی تمه لري،چې ډیر ژر به دې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا کړي،معارف دولایتي ادارې په کاري لومړیتوبونو کې ده او په خپل ټول توان به ښوونکېو لپاره د ممکنه اسانتیاوو دبرابرولو لپاره تلاش کوي."

د یادونې وړ ده، د پکتیکا ولایت ښوونکې داسې مهال د خپلو حقونو تر اعادې ښوونځیو ته له ورتګ ډډه کوي، چې د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په سړو سیمو کې نوی ۱۳۹۲یم ښوونیز کال پیل شو.

نجیب الله الوخیل- خوست
XS
SM
MD
LG