د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۰

د سوریې اپوزسیون د عربي ټولنې څوکۍ خپله کړه


د قطر په مرکز کې د عربي ټولنې د مشرانو په غونډه کې د بشار الاسد له رژیم څخه رسما څوکۍ واخیستل شوه.

په دې غونډې کې د سوریې د اپوزسیون استازیو له عربي هېوادو وغوښتل، چې په ملګرو ملتو کې هم د سوریې څوکۍ دوی ته وسپاري.

د قطر په مرکز دوحه کې د مارچ په اته ویشتمه د عربي ټولنې سرمشریزه پای ته رسیږي.

په دې غونډه کې چې د مارچ په اووه ویشتمه پیل شوه د لومړي ځل لپاره د سوریې اپوزسیون ډلې ته د سورې څوکۍ وسپارل شوه.

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا دا د بشار الاسد د رژیم د مخالفو جنګیالیو لپاره یو مهمه دیپلوماتیکه بریا ده.

د سوریې حکومت د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې د جګړو او شخړو د دوام له امله په عربي ټولنې کي خپله څوکۍ له لاسه ورکړې وه.

د سوریې دولتې خبرې آژانس سانا وویل:

«عربي ټولنې د سوریې غلا شوې څوکۍ لوټمارو او اوباش خلکو ته ورکړه».

د عربي ټولنې سرمشریزه د سوریې د مخالفانو د ایتلاف په مشرتابه کې له شخړو وروسته جوړه شوی ده.
د ایتلاف مشر معاذ الخطیب د یکشنبې په ورځ استعفی وکړه، خو د عربي اتحاد په غونډه کي یي پرون وینا وکړه.

ده وویل، د بشار الاسد رژیم د ستونزو حل نه غواړي او د دې مسوول دی. نوموړي په خپله وینا کې له امریکا وغوښتل چې د سوریې مخالفو وسله والو ته د پټریاټ توغندي ورکړي:

«موږ د نړۍ له ټولو حکومتونو مننه کوو، خو دا وایم چې د امریکا ونډه تر مالي مرستې پراخه ده. ما د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي کري سره د خبرو پر مهال دا غوښتنه وکړه چې پیټریاټ توغندي راکړي داسې چې د سوریې شمال خوندي کړي. هغه ژمنه راسره وکړه چې دا مساله به وڅیړو او موږ تر اوسه د ناټو پریکړې ته انتظار یوو څو بې ګناه خلک وساتل شي»

الخطیب همداراز وغوښتل، چې اپوزسیون په ملګرو ملتو کې د سوریې استازیتوب وکړي.

د سوریې د اپوزسیون شورا په منځ کې اختلاف له دې پیدا شو چې اسلام پلوه غسان هیتو د دې سربیره چې په شورا کې ګڼو له هغه سره مخالفت کاوه د مخالفانو د موقت صدراعظم په توګه معرفي شو.

د دوحه په غونډه کې له الخطیب سره هیتو او د اپوزسیون یو شمیر نور مشران ملګرې دي.
XS
SM
MD
LG