د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ولسي جرګه به راتلونکې اونۍ د ۱۱ وزیرانو استیضاح پیل کړي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې راتلونکې اونۍ به د یوولسو وزیرانو استیضاح پیل کړي.

دا هغه وزیران دي، چې ولسي جرګه وايي، خپله کلنۍ پراختیايي بودجه یې له پنځوسو فیصدو کمه لګولې وه.

ولسي جرګې د دوی د استیضاح کیدو پریکړه له خپلې ژمنۍ رخصتۍ مخکې کړې وه.

تمه ده، چې په لوموړۍ دوره کې د اقتصاد، کانونو، سوداګرۍ او صنایعو او اطلاعاتو او کلتور وزیران د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته حاضر کړل شي او په دې اړه یې وپوښتل شي، چې په 1390 کال کې یې ولې تر پنځوس فیصدو کمه پراختیايي بودجه لګولې وه.

د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام وايي، چې د یوولسو وزیرانو د استیضاح لوموړۍ غونډه به د راتلوونکې دوشنبې په ورځ جوړه شي.

ده وویل، د وزیرانو ترمعلوماتو ورکولو وروسته به ولسي جرګه د هغوي د سلب صلاحیت او یا پر خپلو چوکیو د پاته کېدلو پرېکړه وکړي، خو ښاغلی اکرام وايي، د کورنیو چارو، دفاع، لوړو زده کړو او ښار جوړونې اوسني وزیران به استیضاح نه شي، ځکه چې دوی په 1390ل کال کې وزیران نه وو.

د ولسي جرګې منشي وایي، چې په دې اړه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د رئیسانو په کمېټه کې شوې ده.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۱لمریز کال د مرغومي په میاشت کې د رايو په اکثریت سره د هغو وزیرانو د استیضاح په اړه پرېکړه وکړه، چې په 9013 لمریز کال کې یې پراخیتايي بودیجه تر 50 کمه لګولې ده.

د ولسي جرګې منشي همدارنګه وویل، د رئیسانو په کمېټه کې پرېکړه وشوه، چې د وري د میاشتې پر 19 مه به په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د قانون پر طرحه خبرې وکړي.

د انتخاباتو د قانون طرحه چې 13 فصلونه او 70 مادې لري، د تیرکال د مرغومې میاشتې پر 9مه د عدلیې وزارت له خوا ولسي جرګې ته لیږل شوې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د وزیرانو شورا پریکړه وکړه، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون صلاحیت دې سترې محکمې ته ورکړل شي، خو سیاسي ګوندونو له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی دی.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG