د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ولې د دولتي روغتونو ساتنې ته سمه پاملرنه نه کیږي؟


د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وايي، د عامې روغتیا وزارت د دولتي روغتونونو بیارغولو او تجهیز ته جدي پاملرنه نه کوي.

هغوی وايي چې، د روغتونونو ودانۍ باید په بشپړ ډول نوې جوړې شي او پاکې وساتل شي، ترڅو ناروغان په کې خپل ځان آرام احساس کړي.

د یو شمېر ناروغانو د کورنیو غړو آزادي راډیو ته وویل چې؛ د ځینو دولتي روغتونونو د ودانیو او دیوالونو زوړوالی د دوی د ناروغانو پر روحي حالت هم تاثیر کوي.

"زما نوم نظیفه ده د کابل ښار یوه ښونکې یم. روغتونونه خو ډیر زاړه دي او نظافت نه لري، ودانۍ یې ډيرې زړې دي. یو د رابعې بلخي روغتون دی چې، ډیر زوړ دی او بل یې هم د جمهوریت روغتون دی.

۲- په مجموع کې کوم روغتونونه چې په کابل کې دي، ډیر پخواني دي. ډیرې زړې ودانۍ لري.

ناروغ اصلاً باید په یو پاک او منظم ځای کې واوسي او ښه ډوډۍ وخوري. خو ناروغ لا له نورو ستونزو سره هم مخ کیږي.

۳- زما نوم نادرشاه دی، د کابل اوسیدونکی یم. دا روغتونونه ډیر زاړه دي. زه له دولته غواړم چې دا روغتونونه بیا ترمیم کړي نوي یې کړي. رنګ روغن یې کړي. داسي به د ناروغانو ستونزي هم کمي وي."


دعامې روغتیا وزارت مسوولان هم دا ستونزه مني، خو وایي، چې د چاپریال ککړتیا، د مراجعینو له خوا د روغتونونو د نظافت نه رعایتول او زیاته ګڼه ګوڼه د دې سبب شوی چې، د روغتونونو ودانۍ ډېرژر له کاره ولویږي.

د دې وزارت سلاکار ډاکټر عبدالله فهیم وايي چې؛ د بودجې کموالی یوه بله ستونزه ده، چې د دې روغتونونو د بیارغونې او تجهیز په وړاندې خنډ جوړوي.

"له بده مرغه ځیني روغتونونه لکه عاجل ابن سینا، کادري ابن سینا او یا لکه میوند روغتون، دوی په رښتیا سره ډېرې جدي ستونزې لري. ودانۍ ډيرې زړې دي.

تر څو چې موږ د خپل ښار عمومي روغتیایي وضعیت ته پام ونه کړو، تر هغو چې زموږ وطن وال ډله ډله د خپلو ناروغانو د لیدو لپاره روغتونونو ته راځي او تر څو چې د روغتونونو د حفظ او مراقبت او د هغې د وسایلو د ساتلو لپاره کافي بودجه و نه لرو، موږ باید له فعلي وضعیت سره ګذاره وکړو."


که له یوې خوا دا مسوولان د بودجې له کموالي شکایت کوي؛ خو له بلې خوا بیا د ولسي جرګې ځينې غړي دا وزارت د۱۳۹۱ کال د بودجې د لګولو په برخه کې یو ناکام وزارت بولي.

د ولسي جرګې د ځوانانو او روغتیا د کمیسیون رییس ډاکټر نقیب الله فایق په دې اړه داسې وايي:

"په ۱۳۹۱ کال کې د عامې روغتیا وزارت له پنځوس فیصده نه زیاته بودجه مصرفه کړې ده. تر یوه حده د خپلې بودجې په لګولو کې ناموفق وو. رابه شو د روغتونونو مسالې ته، په رښتیا هم چې د دې روغتونونو د ودانیو وضعیت ښه نه دی.

پراختیایې بودجه د روغتونونو د مدیریت په برخه کې، هم د خدماتو د وړاندې کولو او د روغتونونو د ترمیم لپاره ځانګړې شوې ده."


خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا دا ادعا ردوي او وايي، چې د روغتونونو بیارغونه او تجهیز د وزارت په عادي بودجه کې شاملیږي نه په پراختیایي بودجه کې.

د دوی په خبره د عامې روغتیا وزارت عادي بودجه دومره نه ده چې په دې برخه کې د دوی اړتیاوي پوره کړي.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر کنشکا بکتاش ترکستاني وايي چې؛ دې وزارت په دې وروستیو کې دوه نوي روغتونونه جوړ کړي؛ تر څو په دولتي روغتونونو کې ګڼه ګوڼه کمه شي.

"کوم روغتون ته چې تاسو اشاره وکړه، که چېري تاسو و پوښتۍ چې لس یا پينځلس کاله مخکې په څه وضعیت وه؛ اوس په بشپړ ډول یې تغیر کړی دی. هغه ترمیم شوې او ترڅنګ یې نوري څانګې هم جوړې شوي.

له دې سره د روغتیا وزارت هم د دې روغتونونو د ترمیم او په کې د ظرفیتونو د لوړولو پلانونه لري او چې عملي به شي."


د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې، دولتي روغتونونو ته زیات شمیر خلک مراجعه کوي؛ له همدې امله د دوی وسایل له یوې خوا ډیر ژر زړیږي او د زیات شمېر ناروغانو ستونزه هم نه شي حلولی.

که له یوې خوا عام خلک له زړو دولتي روغتونونو شکایت کوي؛ بل خوا په شخصي روغتونونو کې د فیس زیاتوالی هم د دوی په وړاندي یو لویه ستونزه ده.

د دولتي روغتونونو د خراب وضیعت په اړه دغه اندیښې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ دا مهال په کابل کې یوازې ۱۸ دولتي روغتونونه فعالیت کوي.

د دې ترڅنګ په دې ښار کې شااوخوا سل شخصي روغتیایي مرکزونه هم فعالیت کوي.
XS
SM
MD
LG