ټاکل شوې چې جمهور رییس حامد کرزی په نږدې راتلونکې کې قطر ته سفر وکړي.
د جمهوري ریاست چارواکو ازادي ته ویلي چې؛ نوموړی به له قطري چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او په دې هېواد کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کېدو په اړه خبرې وکړي.
په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو لپاره د څه مودې راهیسې هلې ځلې رواني دي؛ خو دغه دفتر لا هم رسماً نه دي پرانستل شوی.
زموږ همکار احمد زبیر ژمن د سیاسي چارو له یوه کارپوه وحید مژده سره په دې غږیدلی چې؛ د ولسمشر سفر به د دې دفتر له پرانستل کېدو سره څومره مرسته وکړي.