د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

بلوچستان: په دوو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۵ ټپیان شوي


د بلوچستان په "جعفراباد او قلات" سيمو کې د يوې بمي چاودنې او د هدفي وژنو په دوو پېښو کې يوولس تنه وژل شوي او د ښځو ماشومانو په ګډون پينځويشت نور ټپيان شوي دي.

پرون د جمعې په ورځ د بلوچستان جنوب ختيځ لور ته له سيند ايالت سره څېرمه د جعفراباد په سيمه کې د بسونو له اډې سره بم چاودنه وشوه چې؛ شاوخوا دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله ورواړوله چې په سمدستي توګه د سيمې روغتونونو ته يووړل شول.

د جعفراباد سيمې د پوليسو مشر ظفر بخاري ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ نامالومو کسانو د سړک له غاړې په ولاړه "رکشه" کې چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى کړي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله يې چاودنه وکړه چې؛ د يوه ماشوم په شمول يې اووه تنه ځاى پر ځاى و وژل او شاوخوا پينځويشت کسان يې ټپيان کړل چې ښځې هم په کې شاملې دي:

"بم په يوه رکشه کې ځاى پر ځاى شوى وو چې؛ د بازار په منځ کې پر صحبت پور څلورلاره باندې وچاودل شو، شپږ دوکانونه، دوه موټر او څو موټرسايکلونه هم ورسره ويجاړ شوي دي او د مسافرو بس هم ورسره زيانمن شوى دى چې له هغه ځايه د روانېدو په حال کې وو."

له دې بس اډې څخه چې بمي چاودنه په کې شوې؛ کوټې ښار او د سيند ايالت لاړکانه او سکر سيمو ته هم د مسافرو موټرونه ځي، د عيني شاهدينو په وينا، د چاودنې پر وخت هم د موټرو او بسونو په دې تمځاى کې ګڼ شمېر خلک را ټول وو.

بل لور ته د کوټې او کراچۍ تر منځ په قلات سيمه کې نامالومو وسله والو د شمسي انرژۍ د يوې شخصي کمپنۍ څلور کارکوونکي په ډزو وژلي دي. دغو کسانو په کلات سيمه کې د شمسي انرژۍ په يوه پروژه کې کار کاوه.

د سيمې پوليس وايي، دغه کسان د قلات په مغلزۍ سيمه کې د سي اين جي ګازو يوه پمپ ته ولاړ وو او خپل موټر ته يې ګاز اچاوه چې پر موټرسايکل سپاره وسله وال ورته ودرېدل، ناببره يې ډزې پرې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل. پوليس وايي، د ډزو په نتيجه کې څلور واړه کسان و وژل شول او دوه نور لارويان يې هم ټپيان کړل.

په دې پېښه کې وژل شوي څلور واړه کسان د پاکستان د پنجاب ايالت د رحيم يارخان ښار اوسېدونکي ګڼل شوي دي.

د دغو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو په بلوڅي سيمو کې تر دې وړاندې د هر ډول پرمختيايي کارونو پر کارکوونکيو بريدونه شوي دي چې مسووليت يې تل د بلوڅو وسلوالو سازمانونو منلى دى.

دا وروستي بريدونه په داسې وخت کې کېږي چې د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ منحل شوې او د راتلونکيو انتخاباتو لپاره به سياسي ګوندونه خپل تبليغاتي کمپاينونونه پيلوي، خو که د سياسي چارو د کارپوهانو په وينا په بلوڅي سيمو کې به د را روانو انتخاباتو لپاره سيالي ډېره ګرانه او له خطره خالي نه وي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG