د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د پاکستان د سنا یو پلاوی راتلونکې اونۍ کابل ځي


په پام کې ده، چې د پاکستان د سنا د دفاعي چارو د کمیټې یو پلاوی راتلونکې اونۍ کابل ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ په لومړي ځل مذاکراتو کې برخه واخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دا پرېکړه په تېره ډیسمبر میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سرپرست مشر له سفر وروسته شوې ده.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا د دفاعي چارو د موظفې کمیټې پلاوی په دفاعي چارو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لومړي ځل پارلماني ډیالوګ د پیل په مقصد د دوشنبې په ورځ کابل ته ځي.

د پاکستان د سنا د دفاعي چارو د کمیټې مشر مشاهدحسین ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو ترمنځ دا درې ورځنۍ خبرې به دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره د یو منځګړي په توګه عمل وکړي.

د افغانستان او پاکستان اړیکي تل کړکېچن پاتې شوي او د دواړو هېوادونو حکومتونو د یوبل پر نیتونو شک ښودلی دی خو له دواړو خواوو د دې اړیکو د ښېګڼې لپاره هم تل هڅې شوې چې کابل ته د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې د پلاوي سفر د همدې هڅو لړۍ ده.

کابل ته د پاکستاني سناتورانو د سفر پرېکړه د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په تېره ډسمبر میاشت کې اسلام اباد ته د افغانستان د ملي امنیت ادارې د مرستیال مشر حسام الدین حسام له پټ سفر وروسته شوې ده.

ډان دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره یوه هڅه بللې ده.

د ورځپاڼې د راپور له مخې کابل ته د پاکستان د سنا د پلاوي د سفر پرېکړه د افغانستان د استخبارتي ادارې د مشر اسدالله خالد د وژنې لپاره له ناکام ځان وژونکي برید وروسته شوې وه.

افغان چارواکي ادعا کوي، چې پر خالد حمله په کوټه کې پلان شوې وه او ولسمشر حامدکرزي که څه هم یوه نامعلومه استخباراتي اداره تورنه کړه چې د دې حملې پلان یې جوړ کړی و، خو څرګنده وه چې د ده اشاره د پاکستان استخباراتي ادارې ISI ته وه.

ورځپاڼه لیکي، د ښاغلي حسام د سفر هدف که څه هم د دې حملې په اړه پر تحقیقاتو تمرکز و، خو نتیجه یې په پوځي او استخباراتي برخو کې د کابل او اسلام آباد د همکارۍ پراخېدل و.

د پاکستان امنیتي مامورینو هغه مهال د خالد د وژنې د پلان جوړولو په تور دوه کسان نیولي و او د راپورونو له مخې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مشر له دې کبله ډېر خوشاله و.

همدا راز د دې سفر په اړه د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو له خوا د سنا د دفاعي چارو موظفې کمیټې ته معلومات ورکړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG