د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د ایران یوې بلې حساسې پروژې نوې اندیښنې راپارولي


د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه د نړېوالې ټولنې اندیښنې لا نه دي لېري شوي، چې د دې هېواد یوې بلې حساسې پروژې هم نوې اندیښنې راپارولي دي.

د ایران د پلوتو نیمو تاسیساتو ته چې د تهران په جنوب کې پرې کار روان دی، په دې وروستیو کې د نړېوالو پام اوښتی.

په داسې حال کې چې د نړېوالو هلې ځلې په دې متمرکزې دي چې ایران د یورانیمو د غني کولو له کاره راوګرځوي، چې اټوم بم جوړ نه کړي، د دې هېواد یوې بلې پروژې هم چې کار یې په چټکۍ مخ ته ځي په دې وروستیو کې اندیښنی زیاتې کړي چې کولای شي د اټمي وسلو لپاره پلوتونیم تولید کړي.

تهران غواړي، چې د پلوتونیمو د تولید تاسیسات ولري او هیله من دی چې دغه تاسیسات د اټمي پروګرام د یوې برخې په توګه راتلونکې کال د فعالیت لپاره چمتو شي.

ایرانیان ټینګار کوي، چې اټمي پروګرام یې د انرژۍ د تولید او تحقیقاتي اټمي تاسیاستو لپاره دی نه د اټوم بم د جوړولو.

له دواړو پلوتونیمواو غني شوېو یورانیمو څخه په اټومي وسلو کې کار اخیستل کېدای شي.

د نړېوالو اندیښنې تر اوسه پورې تر ډیره د ایران د یورانیمو د غني کولو پر پروګرام څرخیدې.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له مخې د دې لپاره چې تهران ښایي ونه کړای شي، چې تر راتلونکې کال پورې پلوتونیم تولید کړي او پر اټمي موادو د تبدیدلولو لپاره یې امکانات ونه لري، په دې خاطر یې په اوس وخت کې په هغه کچه د یورانیمو پر غني کولو تمرکز کړی، چې هغو غني شویو یورانیموته نژدې دي چې ورڅخه په اټومي وسلو کې کار اخیستل کېږي.

ایران له دې انکارکوي چې د اټومي وسلو د تولید لټه کوي او وایي نه د یورانیمو د غني کولوپروسه او نه هم د پلوتونیمو تاسیسات یي د اټومي نه پراختیا له تړون څخه چې دې هیواد لاسلیک کړی، سرغړونه ده.

خو د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه له دې هیواده غواړي چې دواړه پروګرامونه بند کړي ځکه د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره وایي ایران په خپلو ژمنو وفانده کړې او نړیوالو پلټونکو ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد اټومي تاسیاست وګوري.

د امریکا متحدوایالتونو او متحدینو یې د تهران په جنوب کې د اراک د پلوتونیمو پرتاسیساتو اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ په اداره کې د امریکا استازي جوزیف مک مانوس په وروستیو کې د دې ادارې غونډې ته وویل چې دغه تاسیسات چې فعالول یې نژدې دي، د ډیراندیښنې وړدي.

اسراییل چې ترټولو زیات د ایران پراټومي پروګرام انتقاد کوي، ترنورو ډیراندیښمن دی.

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشربارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سیمه کې د سوریې د کړکېچ په ګډون پر امنیتي اندیښنو خبرې وکړې په ځانګړې ډول یې د ایران نوم و اخیست اویوځل بیا ژمنه وکړه چې دی به له اړتیا سره سم هغه اقدامات وکړي چې پرې نه ږدي ایران اتومي وسلې پیدا کړي:

"په دې اړه موافق یوچې پراټومي وسلو سمبال ایران به سیمې ته یوګواښ وي، نړۍ ته به هم ګواښ متوجه کړي او هم به اسراییل ته احتمالي خطروي.

موږ پرخپل هدف توافق لرو. زموږپالیسي داده چې پرینږدو ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي. غوره ګڼوچې دا لانجه د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي او تراوسه د دې کارلپاره وخت شته. خو د ایران مشران باید په دې پوه وي چې دوی مجبوردي چې پرنړیوالو ژمنو عمل وکړي."


د اسرایلو ولسمشرشیمون پریس هم د چهارشنبه په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره له خبرو وروسته په یوه ګډخبري کنفرانس کې یوځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویي ویل:

"لوی خطر اټومي ایران دی، دا تاسوهم ویلي. موږستاسو پرسیاست باورلروچې له غیرپوځي لارو دې هڅه وشي چې ایران اټومي وسلې تولید نکړي. اودا موهم واضح کړې چې ټول نورانتخابونو هم د میزپرسردي. تاسو داهم واضح کړې چې هدف مود دغو وسلو لرل نه بلکه د هغومخنیوی دی."

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د ایران پراټومي تاسیساتو د احتمالي پوځي حملې خبرداری ورکړی، وویل چې دی یو مخ ډاډه شوی چې امریکا به دغه لانجه هواره کړي.
XS
SM
MD
LG