د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۱

"اسراییلیانو! امریکا به مو ملاتړ ته دوام ورکړي"


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون له اسراییلو وغوښتل، څو دا خبر ومني چې د دوی په هېواد کې د سولې او دوامدار امنیت د ټینګښت لپاره د روغې جوړې منل ضروري دي.

ښاغلي اوباما، چې تېره ورځ په بیت المقدس کې ځوانو اسراییلیانو ته وینا کوله وویل، د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ سوله ځکه مهمه ده، چې امنیت ته د رسېدو یوازینۍ لاره همدا ده او زیاته یې کړه چې اسراییل باید ځان له انزوا وژغوري.

اوباما همدا راز وویل، د اسراییلو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې زغم ولري او د یو ډیموکرات یهودي دولت په توګه د فلسطینیانو خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې یهودي مېشت ځایونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د استوګن ځایونو د جوړولو دوام د سولې هدف ته د ګټې پرځای تاوان لري.

ده زیاته کړه، چې د فلسطینیانو د خپلې ارادې او عدالت غوښتنې حق ته باید درناوی وشي:

"فلسطینیان باید د اسراییلیانو دولت او د دوي حق چې پر خپل امنیت ټینګار کوي ومني او اسراییلیان باید دا ومني چې سولې ته د رسېدو په لار کې د مېشت ځایونو د جوړولو دوام د ګټې پرځای تاوان لري او همداراز له اسراییلو سره په څنګ کې یو خپلواک فلسطین چې حقیقي سرحدونه به ورته وټاکل شي ژوند کولای شي."

اوباما همدا راز له نړېوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د لبنان د شیعیه وسله والو ډله حزب الله پر اسراییلو د بریدونو له وجې د تروریستي ډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ده ټینګار وکړ، چې امریکا د ایران د اټمي لانجې لپاره د ډيپلوماتیک حل لارې پلوي دی، خو خبرداری یې ورکړ چې ایران ته زغم به لایتناهي نه وي.

ولسمشر اوباما د خپلو خبرو په یوه برخه کې په عبري ژبه ډاډ ورکړ، چې له اسراییلو سره د امریکا ټينګ ملاتړ ملګری دی:

"هغو چې په دې مفکوره پسې نښتي، چې اسراییل د ژوند حق نه لري ښايي تر خپلو پښو لاندې ځمکې او اسمان څخه به هم انکار کوي، ځکه چې اسراییل به هېڅ چېرته هم نه ځي.

نن غواړم تاسو ته او په خاص ډول ځوانانو ته ووایم چې ډاډه اوسئ، ترڅو چې متحدایالات شته تاسو یوازې نه یئ!"


اسراییلو ته د درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر د چارشنبې په ورځ له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او پرون په لویدیځه غاړه کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمودعباس سره وکتل.

دا لومړی ځل دی چې اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه اسراییلو ته سفر کوي.
XS
SM
MD
LG