په کابل کې د ۱۳۹۲کال لومړې ورځ
د کابل ښار زیاتره شمېر اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ چې د نوي کال لومړی ورځ وه، بېلابېلو ځایونو ته د میلې او تفریح لپاره تللي وو. په دې ورځ د مرنجان په تپې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه. خلک په بېلابېلو دودیزو میلو بوخت ول. ځینو بزکشي کوله، هګۍ جنګول، ګاغذ پرانونه او په نورو ساعت تیریو بوخت. د کابل ښار یو شمیراوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ د مرنجان غونډۍ، شهدای صالحین، بابر باغ، ښځینه باغ، قرغې، پغمان او ځینو نورو ځایونو ته د میلې او تفریح په تلو سره د نوي کال لومړی ورځ پیل کړه.