د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

جرمني، په کندز کې د حملې د قربانیانو د کورنیو د دعوو اوریدل پیل کړل


د جرمني یوې محکمې د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې خونړۍ هوايي حملې د قربانیانو د کورنیو د هغې دعوې اوریدل پیل کړل، چې د جرمني له حکومت څخه میلیونونه ایرو تاوان غواړي.

په ۲۰۰۹م کال کې د کندوز په ولایت د تیلو پر دوو تښتول شویو ټانکرونو د امریکا د الوتکو په یو هوايي برید کې لسګونه ولسي خلک وژل شوي چې ویل کېږي امریکايي الوتکو دا بمباري په سیمه کې د میشتو جرمني پوځیانو په غوښتنه کړې وه.

په کندز کې د ۲۰۰۹ میلادي کال د خونړۍ بمبارۍ د قربانیانو نهه اویا کورنۍ د جرمني له حکومته څه کم درې نیم میلیونه ایرو تاوان غواړي او پر ولسي خلکو دا بمباري د نړېوالو قانون څخه ستر سرغړاوی بولي.

دا بمباري په سیمه کې د جرمني پوځیانو د قومندان په غوښتنه د امریکايي الوتکو له خوا پر هغو دوو ټانکرونو شوې وه، چې ویل کېږي وسلوالو تښتولي وو، خو د بمبارۍ په نتیجه کې په لسګونو ملکي وګړي مړه او ژوبل شول.

دې حملې په سیمه کې د خلکو غوسه را وپاروله او په جرمني کې يې سیاسي رسوايي را پورته کړه.

د جرمني پارلمان دا پېښه له دویمې نړیوال جګړې را وروسته تر ټولو جدي پېښه ګڼلې، چې جرمني سرتیري په کې ښکېل دي.

د بن په ښار کې د محکمې غونډه د چارشنبې په ورځ د هغه پلار چې دوه زامن یې د دې بمبارۍ کې وژل شوي او د څلوېښت زره ایرو تاوان غواړي او د څو وژل شوېو ماشومانو د مور چې پنځوس زره ایرو تاوان غواړي پر دعوو متمرکزه وه.

د جرمني حکومت هڅه وکړه، چې دا دعوه له محکمې خارج کړي. ټینګار یې دا دی چې دا هوايي بریدونه د ناټو تر قومندې لاندې شوي او یوازې جرمني باید په کې ملامته نه شي.

د جرمني د حکومت مدافع وکېل مارک ځیمیر د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې جرمني حکومت ددې قضیې سم لوری نه دی:

"طبعا، زه د دې خلکو درد درکولای شم چې دوي له یو خراب برخلیک سره مخ شوې دي. په عین حال کې دا زموږ دنده ده چې د دې دعوې په وړاندې دفاع وکړو ځکه چې دا ددې دعوې د ترسره کېدو سم ځای نه دی. د بن محکمه د دا ډول قضیو لپاره نه ده.

د نړېوال قانون له مخې دوی حقونه لري او د تاوان ورکولو مستحق دی. خو دوی ته تاوان ورکړل شوی او د جرمني د حکومت له خوا ورکړل شوی دی."


د جرمني حکومت د پېښې د قربانیانو کورنیو ته څلور سوه دیرش زره ایرو ورکړي خوټینګار یې کړی چې دا تاوان نه بلکې بشري مرستې دي.

د جرمني د حکومت مدافع وکېل مارک ځیمیر وايي چې د پېښې د قربانیانو کورنیو هرې یوې ته پنځه زره ډالر ورکړل شوې او دا ډیرې پیسې دي.

خو د پېښې د قربانیانو مدافع وکېل کریم پوپل چې د جرمني د حکومت خلاف دا دعوه مخکې وړي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې حمله کې د ملکېانو د وژل کېدو سبب، جرمني قومندان جورج کلین دی.

هغه وویل هغه مرستې چې شوې تر ډیره نورو اخیستي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه دي رسیدلي:

"د خواخوږۍ په نوم چې کوم پنځه زره ډالر ورکړل شوي هغه یوه مرسته وه چې د خلکو شورا ته ورکړل شوي، ډیرو یتمانو او کونډو هیڅ نه دي ترلاسه کړي، ډیرو نورو خلکو چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې هیڅ تړاو نه درلود ددې پیسو یوه برخه اخیستي، زموږ یو شمیر موکلینو هم دا مرسته ترلاسه کړي خو ځینو نورو ته هیڅ نه دي ورکړل شوي."

هغه قاضي چې دا دعوه یې اوریده ویلي، دوی به دا وڅیړي چې ایا په دې قضیه کې د نړیوال بشري قانون څخه سرغړاوی شوی دی کنه.

د شکایت کونکو یو بل مدافع وکېل پیټر دیرلیډر ویلي، په محکمې کې ددې قضیې د لومړۍ ورځې وروسته باوري شوی دی. ځکه محکمې د نړیوال بشري قانون د سرغړاوي پر بنسټ دا دعوه رد نه کړه. د نوموړي په وینا د ولسي خلکو د خبرداري لپاره باید د خبرداري الوتنې ترسره شوې وی.

جرمني د امریکا له متحدو ایالتونو او بریتانیې وروسته په افغانستان کې د سرتیرو د لرلو له کبله دریم لوی هیواد دی چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو کې څلور زره څلور سوه سرتیري لري.
XS
SM
MD
LG