افغانان د نوي کال د لمانځلو لپاره په داسې حال کې تیارې نیسي، چې لا هم یو زیات شمیر بی وزله خلک د دغه جشن له لمانځلو محروم دي.
نوی کال په افغانستان کې په دودیزه توګه له ډیرو کلونو راهیسې نمانځل کیږي،خو د بیوزلو او بډایه خلکو ترمنځ د دې ورځ په نمانځلو کې ډیر توپیر وي.
چارواکي او عام افغانان ټول د دې ورځې لپاره تیاری نیسي خو د دوی تیاری سره توپیر لري، چارواکي یې په شانداره توګه خو عام افغانان یې په عادي توګه نمانځي.