د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۱۲

تېر کال د ټرافيکي پيښو له امله ٥٠٠٠ تنه د ننګرهار مرکزي روغتون ته وړل شوي


په تېر کال کې د ټرافيکي پيښو له امله شاوخوا پینځه زره کسان د ننګرهار مرکزي روغتون ته ور وړل شوي.

د ننګرهار د مرکزي روغتون مسولین وايي، چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال ورته د ټرافيکي پښو له امله ډير کسان وراستول شوي دي.

د روغتون مشر ډاکټر همایون زهير وايي،چې دروان ۱۳۹۱ کال چی څو ورځی وروسته پای ته رسیږی په اوږدو کی نږدی پنځه زره تنه دترافیکی پیښو له امله دجلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوی، چې له دې جملې نه یی اوولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتی نور یی له لازمی درملنی او بستر وروسته له روغتونه رخصت شوی دی:

«د تیر کال په اوږدو کې په مجموع کې څلور زره پینځه سوه اوه اویا تنو د ټرافيکي پيښو له امله مراجعه کړې ده،په دې شمېر کې اولس تنه وژل شوي او باقي تور د لازمي درملنې وروسته رخصت شوي دي.»

د روغتون مشر وویل، د تیر کال په پرتله د ترافیکي پیښو په شمېر کی زیاتوالی راغلی او د تیرو څو کالو راهیسي د ترافیکي يیښو شمېر د یو کال نه بل ته زیاتیږي.

یو شمېر ډریوران د ټرافيکي پيښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافيکي اصولو نه مراعت کول په ګوته کوي:

«زما نوم یقوت شاه دی، زما په نظر د ټرافیکي پيښو لامل خپله د موټرچلوونکو بې احطیاتي ده او د موټرو شمېر هم زیات شوی دی.

خان وزیر: د جلال اباد په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې او زیاتره وخت په لویو لارو کې ډریوران ټرافيکي اصول هم نه مراعت کوي نو ځکه دا پيښې پیدا کیږي».

بل خوا د لغمان د ترافيکو رياست مشر عبدلصمد وايې، چې په روان کال کې په لغمان کې د ترافيکې پيښو له امله ٣٣ تنه وژل شوي او ٤٣ تنه نور ټپیان دي:

«د خدای فضل دی،د تیر کال په پرتله په دې ولایت کې سږ کال ټرافيکي پيښې کمې وې په تیر یوه کال کې د ترافیکي حادثو له امله دري دریرش تنه وژل شوي او دري څلویښت تنه نو ټپیان شوي وو،چې بیا يي درملنه په روغتون کې شوې».

د ترافيکو د چارواکوپه وینا ددی پیښو تر ټولو ستر لامل ددغو واټونو تنګوالی او دموټرو ګڼه ګوڼه ده .

دورکړل شویو شمیرو له مخی باید پر دغو لویو لارو دورځي له لسوتر پنځلسو زرو پوری لوی او واړه موټر تګ راتګ وکړي ولې اوس مهال دورځی ددغو موټرو اندازه تر شلو زرو هم اوړي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG