د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۴

د لسګونو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به غزني ته راشي


سره له دې چې لا تر اوسه په غزني کې د لرغونو او تاریخي اثارو د بیارغونې کارونه ډیر پڅ پرمخ تللي، خو ټاکل شوې چې د حمل په څلور ویشتمه نیټه د لسګونو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له نوموړي ولایت څخه لیدنه وکړي.

افغان چارواکي وایی، چې د نږدې څلویښتو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې د ایسیسکو یا اسلامي روزنیز علمي او فرهنګي سازمان غړي دي غزني ګوري چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه څومره کارونه په کې شوي.

د ولسمشر کرزي سلا کار او د غزني د بیارغونې او تدارکاتو د کمیټې مشر انجنیر یوسف پشتون د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې په دې اړه به په غزني کې مهم مراسم جوړ شي او ګڼ شمېر افغان چارواکي او سلګونه افغانان به هم په کې برخه واخلي:

"د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران را بلل شوي دوي سره را ټولیږي او کلنی پروګرام پیلوي.

دا غونډه به د یوې ورځې لپاره په غزني کې وي زموږ بهرني میلمانه به دیرش یا څلویښت تنه وي خو هلته به ټول تر شپږ سوو پورې کسان را غونډ شي."


ایسیسکو سازمان په ۲۰۰۷ میلادي کال پریکړه وکړه، چې غزني دې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه وپیژندل شي.

که څه هم له هماغه وخته افغان چارواکي وایی، چې په غزني کې یې د لرغونو سیمو او اثارو د بیارغونې لپاره هلې ځلې رواني دي خو تر اوسه د دوی په خبره په دې برخه کې یوازې پنځوس ترشپیه فیصده کارونه پرمخ تللي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین وایی چې په غزني کې کابو دوه نیم سوه لرغونې سیمې او آثار شته چې کابو اوه څلویښت یې په غزني ښار کې دي او له دې ډلې څخه دیرش یې ترمیم شوي دي.

ښاغلی رهین هیله وښوده، چې د ۱۳۹۲ لمریزکال د میزان ترمیاشتې چې غزني به د اسلامي نړۍ د ثقافت د مرکز په توګه و پیژندل شي پاتې لرغونې سیمې او آثار هم ترمیم او ورغول شي:

"د غزني په ښار کې به دا تاریخي سیمې او آثار ورغول شي،ډیریې په غزني ښارکې رغول شوي او نور به هم ترمیم شي.

د نوي لمریز کال تر میزان میاشت پورې به دا کار بشپړ شي او مونږ باید نا هیلې نشو.

سړې هوا،امنیتي ستونزو او د بودجې کموالي ته په کتو په غزني کې تراوسه هم کارونه ښه پرمخ تللي دي."


خو په مشرانو جرګې کې د غزني سناتورانو د انجنیر پشتون او ډاکټررهین څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې په دې ولایت کې د بیارغونې او د لرغونو آثارو او سیمو د ترمیم په برخه کې کم کار شوی.

تردې وړاندې د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکو هم ویلي وو، چې افغان حکومت د غزني بیارغونې او لرغو آثارو او سیمو ترمیم ته لازمه پاملرنه،نه ده کړې.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د غزني د بیارغونې د تدارکاتو د کمیټې مشر وایی چې په غزني کې په تیرو پنځو کلونوکې څه باندې پنځوس ملیونه ډالره د بیارغونې په برخه کې لګول شوي خو دا مني چې د نا امنیو او د بودجې د کموالي له امله هغه شان چې دوی غوښتل هلته کارونه نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG