د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

"د درې اړخیز تجارتي تړون په برخه کې خپل شرایط لرو"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ په اصل کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ نوی درې اړخیز ټرانزیټي تړون به د "اپټا" په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لاسلیک شوی ټرانزیټي تړون د یوې برخې په توګه رامنځ ته کیږي.

خو افغان چارواکي وايي، چې لومړی باید پاکستان د اپټا ټرانزیټي تړون چې له افغانستان سره یې په ۲۰۱۰ کال لاسلیک کړی؛ د عملي کېدو لپاره اقدامات وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وايي؛ چې افغانستان هم د دغه تړون په برخه کې خپل شرایط لري:

موږ غواړو د اپټا تړون چې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ شوی؛ باید اول یې پاکستان تطبیق کړي، هغه اسانتیاوې چې په افغانستان کې پاکستانیو سوداګرو ته برابرې دي؛ هغه ډول چې د افغان دولت دغه تړون ته ژمن دی؛ موږ هم له پاکستانه دغه توقع لرو، چې یاد تړون ته ژمن پاتې شي، په هغه صورت کې چې پاکستان دغه تطبیق نه کړي، موږ حاضر نه یو چې دریم هېواد په دغه تړون کې راګډ شي."

ښاغلي غازي خیل وویل، سره له دې چې افغانستان او پاکستان په خپلو نوی ټرانزیټي تړون لري؛ خو د پاکستان په خاوره او بندرونو کې لا هم د افغان سوداګر ستونزې لري.

په عین حال کې پاکستان هڅه کوي چې؛ په دې تړون کې تاجکستان هم راګډ کړي او په دې توګه د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

په دې اړه شاوخوا دوه اونۍ مخکې د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د دریواړو هیوادونو یوه غونډه لرله خو افغان چارواکو په کې برخه وانه خیستله.

ښاغلي غازي خیل یې علت دا وباله چې؛ هغه وخت د افغانستان د سوداګرۍ وزیر او مرسیتال یې امریکا ته په یوه رسمي سفر بوخت و او پاکستانیو چارواکو ته یې په دې اړه رسماً خبر هم ورکړی و.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چاواکي وايي؛ چې له پاکستان او تاجکستان سره د درې اړخیز ټرانزیټي تړون ګټه تر ډېره د افغانستان په ګټه دی او باید افغان دولت دغه تړون لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس محمد قربان حقجو ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زه په دې باور یم چې، که دا قرار داد لاس لیک هم شي، د پاکستان ګټې به تر ډیره د افغان لوري د پریکړو مدیوني شي. بناءً زه خوشبینه یم چې په هره اندازه چې د پاکستان او منځنۍ آسیا هیوادنو تر منځ سوداګريزي اړیکې زیاتیږي، په هم هغه اندازه د پاکستان اړتیاوي افغانستان ته زیاتیږي او مجبوره به شي لکه څنګه چې یې تر اوسه یو اړخیزې پریکړې کولې چې، پر موږ لارې بندي کړي، د افغانستان پر اقتصاد فشار راولي او یا هم په دې برخه کې موږ ته ستونزي جوړي کړي، نور دوی داسي پریکړه نشي کولای."

ښاغلي حقجو زیاته کړه هر څومره چې د پاکستان لاس په سوداګریزه برخه کې د افغانستان له لارې په منځنۍ اسیا کې خښیږي، هومره ورنه افغانستان ګټه پورته کولای شي.

د حقجو په وینا، کله چې د دې تړون له لارې د پاکستان د سوداګرو لار پر افغانستان شوه، نو افغانستان په پاکستان فشار راوستلی شي؛ په خپلې خاورې کې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې او اسانتیاوې ورته رامنځ ته کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG