د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د څه لپاره بیړه؟


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصیرې د افغانستان د عالمانو شورا اعلامیه ته ځانګړې کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره د خبرپاڼې په نکل لیکي؛ ولسمشر کرزي چې د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره کوم غږ کړی، د افغانستان د مسلمان ملت دزړه اواز دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼه هم لیکي، دیني عالمان وايي، د امریکایانو له لوري د سرغړونو دوام د اشغال معنا لري.

یادې ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ له امریکا د کرزي غوښتنې به هغه وخت د عمل جامه واغوندي او عملي به شي، چې د هغه له وروستیو څرګندونو په پراخه کچه د ملي شورا، مدني ټولنو او د خلکو له خوا یې ملاتړو شي.

د سرمقالې د لیکوال په اند که د امساله غلې پرېښودل شي؛ هم د ولسمشر د بې اطاعتي او هم د هېواد له خپلواکۍ د نه دفاع معنا لري.

ملي باور:

د ملي باور ورځپانې د سرمقالې عنوان دی "د بګرام زندان نه سپارل د افغان دولت او امریکا په تاوان دي."

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې یوشمېر کسان په دې باور دي؛ چې امریکا د دې لپاره دا کار نه کوي؛ چې په امنیتي تړون کې له افغان دولت څخه زیات امتیازات ترلاسه کړي.

خدمتګار:

د خدمتګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د څه لپاره بیړه؟

د لیکوال په اند دیني عالمان باید خپل بې پرېتوب وساتي او دومره ژرد سیاسي لوبو قرباني نه شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور د جمهور رییس د وروستیو څرګندونو په دوام د دیني عالمانو د شورا دغه توند غبرګون د بیړې څرګندونې کوي؛ د دیني عالمانو شورا ته په کار ده؛ چې دینې قدسیت ته په احترام په سیاسي چارو کې خپله بېطرفي وساتي او له زیات دقت، ځیرتیا او زغم څخه کار واخلي او د اشخاصو د سیاسي لوبو قرباني نه شي.

خدمتګار ورځپانې هم په خپل لومړي مخکې پوښتنه کړې؛ سږکال د افغانستان او امریکا لپاره ولې مهم دی؟

ورځپانه خپلې پوښتنې ته ځواب ورکوي او لیکلي سږکال د افغانستان او امریکا لپاره ډېر مهم ځکه دی؛ چې تمه کېږي دواړه خواوې به په خپلوکې امنیتي تړون سره لاسلیک کړي، له طالبانو سره به خبرې له سره پیل کړي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ناټو ځواکونو د شمېر په اړه سره هوکړه وکړي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG