د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۱۹

د ملي اردو ځواکونو د خپلو مهارتونو ننداره وړاندې کړه


د افغانستان د فاع وزیر وايي، تر راتلوونکو دوه کلونو پورې به د ملي اردو ځواکونه د کمیت او تجهیز له پلوه ښه شي.

د کابل په ریشخور سیمه کې د دوشنبې په ورځ بسم الله محمدي د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو قطعې د تطبیقاتو د کتنې پرمهال وویل؛ افغان ځواکونه ورځ تربلې پياوړي کیږي.




د د فاع وزارت د ځانګړو عملیاتو قطعې د سپکو او درنو وسلو په کارولو او هوايي ځواک په ملاتړ سره د کابل ښار په ریشخور سیمه کې؛ د پوځي تطبیقاتو په ترسره کولو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دفاع وزیر بسم الله محمدي د شنبې په ورځ په کابل کې د دغو تطبیقاتو له کتو وروسته د یادو تطبیقاتو د ترسره کولو څرنګوالی بریالی وباله او ويې ویل، د هرې ورځې په تیرېدو سره افغان ځواکونه پياوړي کیږي.

ښاغلي محمدي وویل، تر راتلوونکو دوه کلونو پورې به د ملي اردو ځواکونو وضعیت د کمیت او تجهیزاتو له پلوه ښه شي.

"زموږ ځواکونه د کمیت له پلوه ښه شوي او ډير تجهیزات ترلاسه کوي، کمیت یې زیاتیږي، بې له شکه، سره له دې چې موږ په اردو کې لاسته راوړنې لرو؛ له ننګونو سره هم مخ یو، هیله مند یو تر راتلونوکو دوه کلونو پورې به زموږ د ستونزو یوه برخه لرې شي او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې؛ له دوه زره څوارلسم کال وروسته وضعیت ښه کیږي او زموږ امنیتي ځواکونه له دې هم ښه کیږي."

د افغانستان دفاع وزیر همدارنګه وویل، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له ګواښ سره نه شي مخ کیدای؛ خو د تروریزم ګواښ به پاتې وي چې؛ د ملي اردو ځواکونه به له دغو ګواښونو سره د مقابلې توان ولري.

د ملي دفاع وزیر د انتقال له پروسې د خلکو هرکلی، د نړیوالې ټولنې مرستې او د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره د حکومت پام هغه موارد وبلل؛ چې د نوموړي په وینا، حکومت یې د راتلوونکي په اړه خوشبین کړی.

د تطبیقاتو د ترسره کیدو په مراسموکې چې په نندارییز ډول وشول؛ د دفاع وزارت چارواکو سربیره، په ملي شورا کې د خلکو یو شمیر استازو او د پوځي چارو پوهانو حضور درلود.

په دغه تطبیقاتو کې د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د مخالفینو د محاصرې؛ د ماینونو خنثی کول او له دښمن سره د تن په تن مبارزې روشونه په نندارییز ډول سرته ورسول.

د ملي شورا یوشمیر غړو او د پوځي چارو پوهانو د تطبیقاتو د کولو د څرنګوالي او د ځانګړوځواکونو له پیاوړتیا څخه خوښي ښکاره کړه.

خو یو شمیر نورو کارپوهانو د دغو ځواکونو دتطبیقاتو په ترسره کیدو کې د دفاعي وسایلو پرکمبود انتقاد وکړ.

د پوځي چارو کار پوره جنرال امر الله امان وايي؛ دغه تطبیقات نیمګړي بولي:

"دفاعي وسایل تراوسه بشپړ شوي نه دي، کله چې طیاره کیني، موږ دافع هوا مسلک نه لرو ریکتیفي قطعې نه لرو، موږ په دغو تطبیقاتو کې د توپچي هيڅ کوم عمل ونه لید هوايي ملاتړمو ونه لید، د توپچي پوځ ملاتړ مو ونه لید، دا هغه خلاوې دي چې، د وخت پر تیریدو به د دفاع وزیرصاحب ورته پام وکړي. "

د دفاع وزارت چارواکي هم د هوايي ځواک نه شتون د ملي اردو ځواکونو پروړاندې یوه ستونزه بولي، خووايي که جنګي طیارې ورکړل شي، دا ستونزه هم هواریدای شي.
XS
SM
MD
LG