د سره صليب نړيوالې کمېټې خبردارى ورکړ، چې امنيتي ستونزو جنګ ځپلو سيمو ته د بشري مرستو رسونې چارې ټکنۍ کړې دي.
دغه اداره اندېښنه لري چې، په ٢٠١٤م کال کې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې د بشري ادارو د مرستې رسونې چارې نورې هم پڅې شي.
په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې اندېښنه څرګنده کړه چې؛ امنيتي ګواښونو د افغانستان ناامنو سيمو ته د بشري موسسو لاسرسي محدود کړې ده.
د سره صليب نړيوالې کمېټې وياند عبدالحسيب رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ دې مسالې د هغو خلکو پر ژوند مستقيم اغېز کړى، چې له جنګ څخه زيانمن شوي دي:
دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندېږي چې؛ په افغانستان کې د لس کلنې جګړې شدت کم شوى نه دى او لا هم په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ملکيانو، افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ای سي ار سي د راپور غږ