د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۳۵

خبرونه

په عراق کې له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۱م پورې ۱۶ زره ملکیان وژل شوي دي

په یو تازه څیړنیز راپور کې چې د "لن سیټ" په نوم یوې معتبرې خپرونې خپور کړی؛ راغلي، په عراق کې د ۲۰۰۳ م کال د مارچ له میاشتې څخه تر ۲۰۱۱ م کال کې له دې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو تر وتنې پورې شپاړس زره ملکي عراقیان او څلور زره اته سوه بهرني سرتیري وژل شوي دي.

دا څیړنه چې د امریکا د طب د یو پوهنځي د دوو استادانو له خوا شوې ده؛ همدارنګه اټکل کوي، چې په عراق کې د امریکا مداخله تر اوسه د واشنګټن لپاره د اته سوه لس ملیاردو ډالرو په لګښت تمامه شوې ده.

څیړنه ښيي چې یو زیات شمیر ملکي عراقیان د دې هیواد روغتیايي ادارو ته د اوښتي زیان له کبله ټپیان او یا ناروغان شوي او پنځه میلونه نور کډوالۍ ته اړ شوې دي.

په څیړنه کې ویل شوي، چې په دې جګړې کې تر یو دیرش زرو زیات امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي او د پام وړ شمېر یې په رواني تکلیفونو اخته شوې.

دا څیړنیز راپور د عراق د جګړې د پیل د لسمې کلیزې په درشل کې خپور شوی دی.

لس کاله مخکې د مارچ پر نولسمه نیټه، د امریکا متحدو ایالتونو پر عراق پوځي حمله پیل کړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکايي او پاکستاني چارواکو پر افغان سوله خبرې کړي

ښي لورته پومپیو او چپ لور ته قریشي

د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام اباد پر همکارۍ خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، چې مایک پومپیو او د هغه پاکستاني ساري شاه محمود قریشي د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ پر اهمیت بحث وکړ.

په اعلامیه کې د افغانستان سوله د سیمې له ثبات سره تړلې بلل شوې ده.

دواړه مشران په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې د افغانستان چارواکو تر دې مخکې پاکستان په وار- وار د افغانستان د سولې په مسئله کې په دوه مخي سیاست تورن کړی، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

عبدالله عبدالله له بلقیس روش بخښنه وغوښته

د مشورتي جرګې انځور

د ملي مصالحې عالي شورا مشر په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله بخښنه وغوښته.

عبدالله عبدالله، چې د درې ورځنۍ مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي، پرون ناوخته له ملي ټلویزیون نه په مرکه کې وویل، له مېرمن روشن سره شوي چلند خواشیني کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه ټربیون له لارې له مېرمن روشن نه بخښنه غواړم، دا چلند له هغو ارزښتونو او چلند سره چې دا نظام ورباندې ولاړ دی، په ټکر کې دی، د منلو وړ نه دی او باید وڅېړل شي."

مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال بلقیس روشن هغه شعار اوچت کړ چې ورباندې لیکل شوي وو: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر محمداشرف غني د وینا پروخت بلقیس روشن ته وویل چې چا ته باج نه ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړیو پورې تړلې ده.

مېرمن روشن وروسته د یوې ښځې له خوا په ټېلو- ټېلو د جرګې له تالاره بهر وایستل شوه.

خوست کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، د داخلي کرکټ د ودې لپاره به ډېر ژر په خوست ولایت کې د کرکټ سیالۍ پیل شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خوست ولایت کې د کرکټ لوبې پیل شي. دغه لوبې به د اتو ولایتونو ترمنځ وي او ګرېډ ون سیالۍ دي. د لوبغاړو لپاره دغه لوبې خورا مهمې دي."

دغه مسابقې راروانه پنج شنبه (د اګست پر ۱۳مه) پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۲۲مې دوام کوي.

په مسابقو کې به د دغو اتو ولایتونو ټیمونه په خپلو کې مسابقه کوي، چې پایلوبه یا نهايي مسابقه به یې په کابل کې وشي.

چارواکي: ښايي د بیروت په پېښه کې کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د لبنان ولسمشر وايي په پلازمېنه بیروت کې په وروستۍ ویجاړوونکې چاودنه کې ښايي کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي.

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د ولسمشر میشل عون په پرونیو څرګندونو کې د لومړي وار لپاره د لبنان د کوم لوړپوړي چارواکي له خوا وروستۍ چاودنه قصدي عمل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ژغورنې نړیوالې ډلې د قربانیانو د موندلو لپاره د کنډوالو په پلټلو بوخت دي.

روسیه کې ۳ فعالانو ته د بند د اوږدمهالې سزا غوښتنه شوې

دغه تمثال د ۲۰۱۸میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پرم ښار د لنین په مرکزي میدان کې درول شوی و.

د روسیې په پرم ښار کې یوه څارنوال درېیو فعالانو ته د بند د اوږدمهالې سزا غوښتنه کړې ده.

دغه کسان په ۲۰۱۸میلادي کال د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه تمثال یا پیکر د نصبولو په قضیه کې په دخالت تورن شوي دي.

د بشري حقونو هغې ډلې چې دغه کسان یې غړي دي پرون وویل، چې څارنوال د دغو درېیو فعالانو لپاره له ۱۸ میاشتو تر درېیو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې ده.

څارنوال ادعا کړې، چې دغو فعالانو د سیاسي، ایډیولوژیکي او د ټولنیزې کرکې د انګېزې له مخې داسې اقدامات کړي، چې د عامه نظم د اخلال سبب شوي وو.

په دغو فعالانو کې یو تن د روسیې د اپوزیسیون سیاستوال او اداري فساد ضد کمپاینر الکسي ناوالني ملاتړی دی.

دغه درې فعالان د ۲۰۱۹میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ولسمشر پوتین د تمثال یا ګوډاګي د درولو له کبله ونیول شول.

دغه تمثال د ۲۰۱۸میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پرم ښار د لنین په مرکزي میدان کې درول شوی و.

پر تمثال یا ګوډاګي چې په سپینه رسنۍ تړل شوی و، دا شعارونه لیکلي وو: "جنګي جنایتکاره او درواغجنه."

ترکمنستان: دولتي مامورین دې د کویډ۱۹ معاینې لپاره په خپله پیسې ورکړي

ارشیف

د ترکمنستان دولتي کارکوونکو ته امر شوی، چې د کرونا ویروس د جبري معاینې دروند لګښت له خپله جېبه ورکړي.

دا امر په داسې حال کې صادرېږي، چې په دغه هېواد کې روغتيايي چارواکي لا هم ټینګار کوي، چې د کرونا ویروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د حکومت د پروني امر دلیل لا روښانه نه دی، خو ګڼو کسانو چې دولتي کارکوونکي دي د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته ویلي، دا امر د میاشتنیو معاشاتو د اخیستو پر وخت صادر شوی، چې حکومت ته د کارکوونکو له معاشونو د دغو لګښتونو د ګرځولو چاره اسانه کوي.

په ترکمنستان کې په انفرادي ډول د کرونا وایروس د معاینې لګښت ۲۸نیم ډالره کېږي، چې په دغه هېواد کې ډېرې پیسې دي.

بېلاروس د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ۳ خبریالان نیولي

په نیول شویو خبریالانو کې دوه تنه یې د اوکراین او درېیم تن د روسیې وګړی دی.

د بېلاروس چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د کرنټ ټایم ټلویزیوني شبکې درې خبریالان په پلازمېنه مینسک کې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پام کې ده، سبا یکشنبه په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ مهمې ټاکنې وشي.

دغه درې خبریالان پرون جمعه د مینسک له یوه هوټله نیول شوي او د پولیسو ماموریت ته بېول شوي او د دې نیونې علت نه دی معلوم.

په نیول شویو خبریالانو کې دوه تنه یې د اوکراین او درېیم تن د روسیې وګړی دی.

کرنټ ټایم هغه ټلویزیوني شبکه ده، چې په روسۍ ژبه خپرونې کوي، د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو یې د امریکا غږ په همکارۍ پرمخ بیايي.

کندز کې ۲ کسان د هیرویینو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف

دوه کسان کندز ولایت ته د هیرویینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه دوه کسان هغه مهال ونیول چې څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین یې په ۵۹ کپسولونو کې په خپلو خېټو کې پټ کړي او کندز ولایت ته یې قاچاق کول.

د بدخشان پولیسو د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوله

ارشیف

د بدخشان پولیسو دغه ولایت ته د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوه.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه په کوف آب ولسوالۍ کې ۵۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې دې ولایت ته قاچاق کېدل.

هغه زیاته کړه: "دغه ډول په یوه بله پېښه کې ۲۸ لېټره شراب هم نیول شوي چې له کندز ولایت څخه بدخشان ته قاچاق کېدل. د دې پېښې په تړاو یو تورن کس هم نیول شوی دی."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو په بلخ کې څه د پاسه ۶۰۰۰ لېټره شراب نیولي

ارشیف

پولیسو په بلخ ولایت کې څه د پاسه شپږ زره لېټره شراب ونیول.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادۍ راډیو ته وویل، سرحدي پولیسو د ملي امنیت د کارکوونکو په مرسته په حیرتان بندر کې ۶۱۷۵ لېټره شراب ونیول.

دا شراب د لوبیا په بوجیو کې پټ کړای شوي او په یوه لارۍ موټر کې یې له ازبکستان څخه افغانستان ته قاچاق کول.

په کونړ او خوست کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په کونړ او خوست ولایتونو کې څه د پاسه درې سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړیو عملیاتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کونړ ولایت په نورگَل ولسوالۍ کې د پوتاشیم کلورایډ په نوم ۲۷۵ کیلوګرامه نشه يي مواد او څه د پاسه ۲۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول.

دغه ډول امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په دومنده ولسوالۍ کې ۶۴ کیلوګرامه چرس ونیول.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

بېروت کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۴ ته پورته شوی

تیم های نجات در لبنان

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د سې شنبې ماښام درنو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۴ ته پورته شوی دی.

دا درنې چاودنې د بېروت په بندر کې د سرې په یوه ګدام کې وشوې چې ورسره ګڼ کسان مړه او لږ تر لږه څه باندې پنځه زره تنه ټپيان شول.

شاوخوا سیمه هم په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

اندېښنه شته چې د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي ځکه ویل کېږي چې لا هم ګڼ خلک تر خاورو او ورانیو لاندې پاتې دي.

د لبنان له ژغورونکو سره د مرستې لپاره فرانسې، جرمني، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو خپل مرستندویه ټیمونه لبنان ته استولي دي.

دوی له خاورو ورانیو د خلکو د را ایستلو او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لبنان ته تللي.

اخوا پلټونکي دا څېړي چې څنګه له کلونو راهیسې یوه لویه اندازه چاودېدونکي مواد په یوه ګدام کې ساتل کېدل.

پرون ګڼ خلک د مظاهرو په هدف ښار ته وتلي و، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

مظاهره‌چیانو حکومت تورناوه چې د دغسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

عبدالله عبدالله له بلقیس روشن سره د فزیکي چلند د پلټنې غوښتونکی شو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له بلقیس روشن سره په جرګه کې د ننني چلند د پلټنې جدي غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله نن ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې د بلقیس روشن په وړاندې په جرګه کې په چلند خپګان وښود او ویې‌ویل چې دا پېښه باید وڅېړل شي.

بلقیس روشن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن په دې لاس پورته کړ.

مېرمن روشن زیاتوي: "ما خپله غوښتل ووځم، خو چې امنیتي کسان راغلل او لږ چې د رسنیو له لیده لیرې شول زه‌یې ټېله کړم. کوښښ مې وکړ چې ځان کلک ونیسم، خو ولوېدم او بیا یې وهل هم شروع کړل. مخصوصاً یوه ښځه وه هغه هم د امنیتي کسانو وه. خلکو ویلي چې کومه وکیله وه، خو وکیله نه‌وه، بلکې هغې له مخکې همالته د تشریفاتو په برخه کې کار کاوه."

اغلې روشن د ولسمشر اشرف غني د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او په یوه ټوکَري بنر یې لیکلي و چې: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.

عبدالله عبدالله: د مشورتي جرګې پرېکړه د هېواد له برخلیک سره تړلې

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په تړاو د مشورتي جرګې پرېکړه د هېواد له برخلیک سره تړلې ده.

ښاغلي عبدالله چې د جرګې مشري هم ور په غاړه ده نن‌یې دا خبره وکړه.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "موږ په یوه حساس پړاو کې یو. زموږ پرېکړې د هېواد په برخلیک تړلې دي. د طالبانو د ۴،۶۰۰ بندیانو او ۵۰۰ نورو بندیانو د خلاصون پرېکړه اسانه نه‌وه، خو دا سولې ته د رسېدو په لار کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت هوډ او اراده ښيي."

د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پیل شوه.

دا جرګه د سولې په اړوندو مهمو مسئلو په تېره بیا د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو په خلاصون سلا مشوره کوي چې درنې جرمي دوسیې لري او اکثر یې په اعدامونو او عمر بند محکوم شوي دي.

طالبانو له اول سره د دې جرګې له دایرېدو سره خپل مخالفت ښودلی و.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل چې ۴۰۰ طالب بندیان باید د مستقیمو خبرو د ژر پیل لپاره د دې جرګې له دایرېدو پرته خوشې شوي وی.

د پکتیا مدني فعالان: د کمزوري مدیریت له امله ګڼې پروژې نېمګړې پاتې دي

د پکتیا مرکز ګردېز

په پکتیا کې له سلو پورته داسې پروژې شته، چې د بنسټ ډبرې یې کلونه وړاندې ایښودل شوي، خو د ځینو چارې نه دي پیل شوي او د ګڼو نورو چارې په نیمایي کې پاتې دي.

په پکتیا کې د اقرا برنامې په چوکاټ کې د ۱۰۳ ښوونځیو جوړېدل، چې پرانېسته یې تېر کال وشوه، ګڼې نورې پروژې شته، چې د بنسټ ډبرې یې کلونه وړاندې اېښودل شوي، خو تر اوسه یې د جوړېدو چارې هم نه دي پیل شوي او یا هم د ځینو چارې تر نیمایي نه دي رسېدلي.

د دې ولایت اوسېدونکي ولایتي اداره ګرموي، چې زیاتره پروژې یې له ژمنې سره سمې پر وخت نه بشپړېږي.

د دې ولایت یو تن اوسیدونکی لطف الله بېنوا وایي: "د مچلغو بند، د ډنډ پټان سرک، د ګردېز زرمت سرک، د ۱۰۳ ښوونځیو جوړېدل چې تر اوسه یو ښوونځي هم نه دی جوړ شوی، او کډوالو ښارګوټی چې بنسټ ډبرې یې کلونه کېږي ایښودل شوي خو ځینې یې هېڅ پیل شوي نه دي او ډېرې نورې پروژې اوس هم په ټپه ولاړې دي."

د پکتیا مرستیال والي عبدالوالي سهي د یو شمېر پروژو پر وخت نه بشپړېدل د امنیت نشتوالی بولي، خو د ۱۰۳ ښوونځيو د کار نه پیلیدلو ستونزهپه مرکز کابل د کلیو پراختیا وزارت اړوند بولي.
دی وایي: "له بده مرغه زموږ یو شمېر پروژې د امینت او بودیجې د نشتوالي له امله ونشوې او یا یې هم کارونه وځنډېدل چې خوشبختانه د ګردېز زرمت او مچلغو بند چارې بیا پیل شوې، او ۱۰۳ ښوونځیو کارونه بیا په مرکز کې دي چې په ولایتي کچه هېڅ ربط نه لري او هیله من یم ژر خلاص شي."

په پکتیا کې د ژمي په راتلو د درنو واورو اورښت او سوړ اقلیم یوه بله هغه ستونزه بلل کېږي، چې د ساختماني پروژو د چارو په ځنډیو کې رول لوبوي، خو د دې ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان وايي که د فساد، د ادارې کمزورتیا او پر وخت د پروژو تعقیب ته پاملرنه وشي، ټولې پروژې به په خپل وخت پیل او بشپړې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG