د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۹

ګلالۍ د نورستان ولایت څنګه موسیقی ته مخه کړه؟


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ځینې نجونې زده کونکې هیله لري، چې یوه ورځ د هېواد په هغو ولایتونو کې هم کنسرتونه ورکړي چې اوس ناامنه دي.

ګلالۍ هم د دغو زده کوونکو له ډلې څخه ده.

ګلالۍ خپله د نورستان اوسیدونکې ده او له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د موسیقۍ زده کړې کوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک

دا وایي، په نورستان کې ښوونځي او د زده کړو امکانات نه وو، نو دوی اړ شول چې د زده کړو لپاره کابل ته راشي.

ګلالۍ د نورستان اوسیدونکې ده، خو اته کاله وړاندې د زده کړو په هدف له خپلې کورنۍ سره یوځای کابل ته راغله.

دې د موسیقۍ په ملي انستیتیوت کې د خپلو زده کړو په اړه داسې معلومات راکړل:

"له دوو کلونو را په دې خوا د ستار زده کړې کوم، له وړکتوبه مې له موسیقۍ او رسامۍ سره مینه درلوده، خو د موسیقۍ د مینې اندازه زیاته وه، زه نه پوهیدم چې په افغانستان کې د موسیقۍ ښونځی شته، خو بلاخره له ازموینې وروسته ښونځي ته راغلم او تراوسه مې څلور راګه زده کړي دي."

ګلالۍ کم ځانې او ډنګره نجلۍ ده چې د ستار پورته کول او په غیږ کې نیول یې هم کیدای شي کله ناکله پرې دروند تمام شي.

خو دې پياوړې اراده درلوده او ویل یې هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان په ناامنه ولایتونو کې هم کانسرت ورکړي.

ګلالۍ وایي، درې کلنه وه چې مور او پلار یې په نورستان کې په یوه جګړه کې ووژل شول خو دې ته یاد نه دي چې دغه جګړه د چا له خوا او په کوم هدف پيل شوې وه.

ګلالۍ اوس د کابل ښار په یوه روزنتون کې شپې ورځې تیروي، یوازې درې خویندې لري او وایي چې د کورنۍ سرپرستي یې د تره په غاړه ده:

"په نورستان کې درس نشته، زمونږ د کورنۍ اقتصادي وضیعت هم ښه نه دی، د همدې لپاره زه روزنتون کې شامله شوم، مور او پلار مې نشته، له خپل تره سره اوسو، اوس اتم ټولګي کې یم، په روزنتون کې هم زده کړې کوم."

ګلالۍ وایي، له خپلو شپیتو افغان ملګرو سره یوځای یې د کانسرت د ترسره کولو لپاره په دې وروستیو کې امریکا ته هم سفر کړی او هلته یې دا وښودله چې په افغانستان کې د نامنیو او جنګ جګړو ترڅنګ موسیقي هم ښه وده کړې ده.

نوموړې وایي، کله یې چې موسیقۍ ته مخه کړه نو له خپل خپلوانو سربیره د خپل تره له مخالفت سره هم مخ شوه، خو وایي وروسته یې تره ته قناعت ورکړ او خپلې زده کړې یې پیل کړې:

"ډیر کم خلک په نورستان کې په دې پوهیږي چې مونږ د موسیقۍ زده کړې کوو، ځیې خپلوان مې خبر شوي وو، ډیرې ستونزې مې وګاللې، دوی نجونۍ د موسیقۍ زده کړو ته نه پریږدي، تره مې هم لومړی نه پریښودم، خو وروسته له ډیر ټینګاره یې اجازه راکړه."

افغانستان یوه اسلامي او سنتي ټولنه لري او ډیرې کورنۍ نه غواړي چې نجونې او هلکان یې د موسیقۍ زده کړې وکړي.

خوګلالۍ وایي له کله نه یې چې موسیقۍ ته مخه کړې، ژوند یې بدل شوی او دې ته یې د امریکا غوندې یوه مشهور هیواد ته د تګ زمینه برابره کړه.

ګلالۍ هیله لري چې د افغانستان د موسیقۍ په ملي انستیتیوت کې ښونکې شي،دا وایي نجونې او هلکان باید ترډیره په هغه برخه کې زده کړې وکړي چې له وړکتوبه مینه ورسره لري.

د ګلالۍ د وړتیا او ځیرکتیا په اړه مې ددې له ښوونکي محمد احسان عرفان څخه وپوښتل، نوموړي د ګلالۍ راتلونکې روښانه وبلله:

"د ګلالۍ جانې دریم کال شروع کیږي، ښه بااستعداده زده کوونکې ده، خپلې زده کړې په ښه توګه مخ ته بیایي، خو کله چې د لسانس یا دوکتورا مرحلې ته رسیږي نو ښه پرمختګ کوي."

د ګلالۍ یوه ټولګیوال سمیع الله رفیق زاده هم وویل چې ګلالۍ د ټولنیزو اخلاقو درلودونکې نجلۍ ده او له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره ډیر ښه چلند کوي:

"دوه کاله کیږي چې ګلالۍ پيژنم او له دې سره ځینو کانسرتونو او فیستیوالونو ته ځم، دا ووړ او لوی ته درناوی لري او له هرچاسره د یوه ملګري په توګه خبرې کوي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر ډاکتر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال نږدې یونیم سل زده کوونکي لري چې یوڅلویښت یې نجونې دي.

نوموړی زیاتوي چې په نوي تعلیمي کال کې به شپیته نوي زده کوونکي جذب کړي.

د موسیقۍ ملي انستیتیوت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې په ۲۰۱۰ م کال کې فعالیت پیل کړ او د ګلالۍ په څیر ډیر د لرو پرتو ولایتونو اوسیدونکي هم زده کړې په کې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک


راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG