د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

"سپورت، زندانیانې له نشه يي توکو څخه ساتلای شي"


له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت او المپیک ملي کميټې هڅه پیل کړې، چې په ښځینه زندانونو کې د سپورټ له لارې په نشه یې توکیو د ښځو د معتادیدو مخه ونیسي.

له نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د بادام باغ په ښځینه توقیف ځای کې د بندیانو ښځو ترمنځ د والیبال لوبې د ترسره کیدو پر مهال وویل، چې سپورت کولای شي زندانیانې له مخدره موادو او نورو ناوړه کارونو وساتي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک


په دې توقیف ځای کې د چهارشنبې په ورځ د میوند او میهن ټیمونو ترمنځ د والیبال مسابقه وشوه، چې په پای کې یې د میهن ټیم بریالی شو.

نیلاب او زیبا د دې ټیمونو دوه تنه غړي دي، چې وایي سپورت کولای شي د دوی په بوخت ساتلو او ښې روغتیا کې مرسته وکړي:

(کله چې موږ په زندان کې لوبې کوو نو ځان ډیر ارام احساسوو.

د ماسپیښن له درې بجو دلته راځو او د مازدیګر تر څلور نیمو بجو سپورت کوو.

دا زموږ لپاره ډیر ښه ده او روغتیا مو هم ښه ورسره ښه وي).

د والیبال دا لوبه له نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت او د المپیک د ملي کمیټې به ابتکار د بادام باغ د ښځو په زندان کې ترسره شوه.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له خوا د دواړو ټیمونو لوبغاړو ته ډالۍ او جایزې هم ورکړل شوې.

د دې وزارت د مالي او پلان جوړونې مرستیال محمد ابراهیم ازهر خبریالانو ته وویل، دوی غواړي زندانیان په سپورت بوخت وساتي څو یې پام له نشه یې توکیو او ناوړه کارونو واوړي:

(یواځینې لار چې کولای شي ځوانان له مخدره توکو وساتي همدا سپورت دی.

سپورت ټولو ځوانانو ته که په زندان کې دي او که آزاد یو ښه پیغام ده او کولی شي چې هغوی سره د تصمیم نیولو او د هغوی د روغتیا په برخه کې ګټور وي.

سپورت کولی شي هغوی سره د ژوند په هره برخه کې مرسته وکړي).

په ورته وخت کې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه هم په زندان کې د سپورتي لوبو په ترسره کول د زندانیانو د روغتیا او د هغوي د پام بدلولو په برخه کې ګټور بولي.

د دې کمیټې چارواکي وایي، چې په راتلونکې کې زندانیانو ته د نورو سپورتي لوبو د زمینې برابرولو لپاره به نورې هڅې هم وکړي.

په دې وروستیو کې نه یواځې افغان ځوانانو بلکې ښځینه لوبغاړو هم د سپورت په برخه کې ډیر پرمختګونه کړي.

افغانې نجونې اوس کولی شي په بیلابیلو ملي او نړیوالو سپورتي لوبو کې هم برخه واخلي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG