د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۶

"سږ کال په ټول کابل کې ۱ میلیون نور نیالګي کرل کیږي"


د نوي کال او پسرلي په را رسېدو سره د کابل په ښار کې د نیالګیو بازار ګرم شوی دی.

په کابل ښار کې یو شمېر نیالګي پلورونکي وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال خلک زیات نیالګي اخلي او په خپل چاپیریال کې یې کیښنوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم چې کله د ارګ په ماڼۍ کې نیالګی کښوده په ټولو افغانانو یې غږ وکړ، چې د نیالګیو په کېنولو سره د هېواد په زرغون ساتلو کې برخه واخلي.

د کابل ښار د درېیم پروان سیمې ته چې د نیالګیو د پلورنې یوه ځای ته ولاړم نو هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

دوه تنه کابل ښاریانو، چې له ازادۍ راډیو سره یې خبرې کولې وویل، چې د اوسېدنې په ځایونو کې د نیالګیو کېنول د خلکو مسوولیت او دنده ده.

همدارنګه دوی له حکومت څخه وغوښتل، چې د اعلانونو او تبلیغاتو له لارې دې خلک د نیالونو کېنولو ته راوبولي.

په همدې حال کې د کابل په ښار کې د نیالګیو پلورونکي هم له خپله کاره خوښ دي او وايي، چې سږکال د نیالګيو بازار ګرم دی.

درېیم پروان سیمه د کابل ښار له هغو سیمو څخه یوه ده، چې په کې ډول ډول مثمر، غیر مثمر نیالګي،د ګلونو بوټي، د انګورو تاکونه او بېلابیل ګلان پلورل کیږي.

له دې سره په خوا کې د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې سږ کال د ښار د شنه والي لپاره به په ټول ښار کې نږدې یو میلیون نیالګي کینوي.

د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش د نیالګیو کېنول د ښار پاک ساتل د ټولو هېواد والو کار وباله او د ښار له دکاندارانو څخه یې وغوښتل، چې د خپل د کان مخې ته نیالګي کېنوي او که یې کینه نول نو نغدي به جریمه شي:

"په کابل ښار کې دوه میلیونه شپږسوه یو دیرش زره نیالګي لرو د یوه میلیونو نور په کېنولو سره دغه شمېره درې میلیون شپږسوه یو دیرش زرده نیالګیو ته رسیږي هرڅومره چې دنیالګیو شمېر زیاتیږي هغومره ورسره په خواکې دکابل ښاورالۍ دسرسبزۍ په ریاست باندې د کار حجم زیاتیږي نو له همدې امله تاسې ټولو ته بلنه درکوم د دغو بوټو او ونو په ساتلو کې له موږ سره ونډه واخلئ ."

همدارنګه ښاروال له خلکو څخه وغوښتل، چې په ښارکې نیالګیو په ساتنه کې پوره ونډه واخلي.

له څو کالو راهیسې کابل ښاروالۍ او عام خلک د نیالګیو په کېنولو کې برخه اخلي چې زیات یې د نه ساتنې او نه پاملرنې له امله بېرته له منځه ځي.

په ځینو سمیو کې نیالګي د سړکونو او انکشافي پروژو په جوړولو سره هم له منځه وړل کیږي.

ولې د کابل ښاروالۍ وايي، هغه نیالګي چې تېر کال یې کېنوالي دي نږدې ۹۰ په سلوکې شنه پاتې دي.

راپور رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG